-
د ښوونکي نړیواله ورځ؛ افغان ښوونکي له ستونزو سره سره خپلو دندو ته دوام ورکوي
Oct 05, 2026 14:54د اکتوبر پنځمه د ښوونکي نړیواله ورځ ده او دا ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې د غونډو په جوړولو او ښوونکو ته د ډاليو په ورکولو سره لمانځل کېږي.
-
ګوتریش په پاکستان کې څو اړخیزتوب او سیمهییز امنیت ارزوي
Oct 05, 2026 14:12د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوټېرېش په پام کې لري چې په تېرو شپږو کلونو کې د دریم ځل لپاره پاکستان ته رسمي سفر وکړي. پاکستان چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا غیر دایمي غړی دی، دغه سفر د څو اړخیزتوب او د نړیوالې سولې او امنیت د پیاوړتیا لپاره د خپلو هڅو یوه برخه بولي.
-
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خلکو سره اطلاعاتي معلومات شریکوي
Sep 28, 2026 14:39د ستمبر ۲۸مه، معلوماتو ته د لاسرسي له نړیوالې ورځې سره برابره ده؛ په همدې مناسبت د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لورې معلوماتو ته د لاسرسي د اسانتیا او د خبریالانو او حکومتي مسوولینو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتېدو ټینګار شوی دی.
-
هند د افغانستان د روغتیا او درملنې له برخې د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ
Sep 28, 2026 12:53په افغانستان کې د هندي سفارت سرپرست د افغانستان د روغتیا او درملنې له برخې څخه د خپل ملاتړ پر دوام او د سرطان ناروغانو د درملنې لپاره د اړینو طبي تجهیزاتو پر برابرولو ټینګار کړی دی.
-
د پاکستان په ډيره اسماعیل خان کې بیاځان مرګي د لسګونو کسانو وینه وبهوله
Sep 26, 2026 17:33د لومړنیو د اطلاعاتو په اساس له چاودیدونکو توکو یو ډک ګاډی د پسُتې له دیوال سره جنګول شوی چې په نتیجې کې ئې زوروره چاودنه رامینځة شوه .
-
په بریتانیا کې جوماتونو له اسلام ضده پروسې سره د مقابلې لپاره خپلې دروازې د خلکو پر مخ پرانیستې
Sep 22, 2026 06:40په بریتانیا کې له ۱۰۰ څخه زیاتو جوماتونو د دې لپاره خپلې دروازې د عامو خلکو پر مخ پرانیستې، څو لیدونکو ته له اسلام او مسلمانانو سره د لا زیاتې بلدتیا زمینه برابره کړي.
-
ایرانۍ څېړونکې په ارزښتناکو محصولاتو د صنعتي خځلو دبدلولولپاره له خوراکي خریړو یا شیشتو څخه استفاده وکړه.
Sep 21, 2026 15:07پارسټوډې ـ د ایران په مرکز کې د اصفهان پوهنتون یوه څېړونکي، د Neurospora intermedia په نوم د خوراکي مرخیړي یا شیشتي په کارولو سره داسې طریقه وړاندې کړې چې له مخې یې ویناس په پروټینونو او ارزښتناکو مرکباتو په بډایه بایومس باندې بدلېږي او په ورته وخت کې د دغه صنعتي خځلې ککړتیا هم کمېږي.
-
ایران او افغانستان پخپلو کې تیلی ملګرتیاوې لا پراخوي
Sep 20, 2026 14:05زمونږخبریال راپور راکوي،د ايران د انرژۍ وزارت چارواکي وايي، له افغانستان سره د برېښنا او انرژۍ په برخه کې د همکاریو پراختیا ته چمتو دی او کولی شي افغانستان ته تر ۲۰۰۰ مېګاواټه پورې برېښنا برابره کړي.
-
خطاطي د ایران او افغانستان د ګډ فرهنګي میراث برخه ده
Sep 20, 2026 13:49زمونږ خبریال له کابله راپور راکړ، په افغانستان کې د ایران سفارت فرهنګي مسوول وايي، خطاطي د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډ فرهنګي میراث یوه برخه ده او د دواړو هېوادونو د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابرولی شي.
-
د افغانستان په ولایت هرات کې د درې زره ټنو د ساتنې وړتیا لرونکې سړه خونه پرانیستل شوه
Sep 20, 2026 11:21د خونې جوړوونکی او هراتی پانګهوال، جمشید کمال، وایي، پر دې خونه یې، چې چارې یې په شپږو میاشتو کې پای ته رسېدلې، یو نیم میلیون ډالر لګولي دي. د هغه په وینا، دا خونه د درې زره ټنو، یا درې میلیونه کیلوګرامو، توکو د ساتنې وړتیا لري.