-
د طالبانو یوه چارواکي د انجلیو په زده کړې د بندیز د ختمولو غوښتنه وکړه
Jan 20, 2025 01:44ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو یوه لوړرتبه چارواکي په افغانستان کښې د انجلیو او د ښځو په زده کړې بندیز نا عادلانه وباله او د انجلیو او د ښځو په زده کړې د بندیز د ختمولو غوښتنه یې وکړه.
-
د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ کچه ۸۴ سلنه لوړه شوې ده
Jan 18, 2025 01:44د ایران د سوداګرۍ وزیر حسين روستایي ویلي چې، ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ په کچه کې ۸۴ سلنه زیاتوالی راغلی وو.
-
د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د سترې محکمې یوه پلاوي ایران ته سفر کړی
Jan 18, 2025 01:01د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ټرانزيټي چارو د رییس محمد الله بختیار په مشرۍ د دغه وزارت یو پلاوی ایران ته تللی دی.
-
پاکستان اسناد لرونکي افغان کډوال هم ایستلي دي
Jan 17, 2025 10:09د ملګروملتو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې، پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې له پلازمینې د هغو افغانانو په ګډون چې د یو این ایچ سي آر اسناد یې لرل، ګڼ شمېر افغانان ایستلي دي.
-
په افغانستان کې د خوړو ناامني د یوې لسیزې په پرتله ناوړه شوې
Jan 17, 2025 08:54نړیوال بانک ویلي چې په افغانستان کې لوږه او د خوړو ناامني د تېرې لسیزې په پرتله ډېره ناوړه شوې ده.
-
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره لیدلي
Jan 16, 2025 23:54زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي په افغانستان کې د ایران له سفیر عليرضا بیګدلي سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.
-
له افغانستان سره د پاکستان په امنیتي تګلاره کې بدلون ته اړتیا ده
Jan 14, 2025 09:58په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان ویلي، اسلامآباد ونه توانېد چې طالبان دې ته قانع کړي، چې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تحریک پر وړاندې اقدام وکړي.
-
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ایستل زما د بهرني سیاست تاریخي بریا ده
Jan 14, 2025 09:46د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو له ایستلو څخه دفاع وکړه او دا یې د خپل بهرني سیاست تاریخي بریا وبلله.
-
موږ نه شو کولای چې د امریکا په شان افغانستان پرېږدو
Jan 14, 2025 09:23د پاکستان مخکیني لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي چې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پېښو زیاتوالی، په افغانستان کې له پرېښودل شویو امریکایي وسلو سره تړاو لري.
-
ترکمنستان له افغانستان څخه د ۱۵۰ زره ټنه ګول سیخ د پېرلو تړون لاسلیک کړی
Jan 14, 2025 08:57د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې افغانستان د ګول سیخ تولید کې ځان بسیاینې ته رسېدلی او ترکمنستان په ۲۰۲۵ کال کې ۱۵۰ زره ټنه ګول سیخ له افغانستان څخه پېري.