موږ نه شو کولای چې د امریکا په شان افغانستان پرېږدو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i156334-موږ_نه_شو_کولای_چې_د_امریکا_په_شان_افغانستان_پرېږدو
د پاکستان مخکیني لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي چې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پېښو زیاتوالی، په افغانستان کې له پرېښودل شویو امریکایي وسلو سره تړاو لري.
(last modified 2025-01-14T08:33:06+00:00 )
Jan 14, 2025 12:53 Asia/Kabul
  • موږ نه شو کولای چې د امریکا په شان افغانستان پرېږدو

د پاکستان مخکیني لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي چې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پېښو زیاتوالی، په افغانستان کې له پرېښودل شویو امریکایي وسلو سره تړاو لري.

هغه د اسلام آباد یوې غونډې ته ویلي: «موږ نه شو کولای چې د امریکا په شان افغانستان پرېږدو؛ که چېرې له ترهګرۍ سره مبارزه یوه پېړۍ وخت هم ونیسي، پاکستان به دا کار وکړي.»

د هغه په وینا، دا یوازې د وسله والو پر وړاندې جګړه نه ده؛ بلکې دا جګړه د سیمه‌ایز ټیکاو لپاره هم ده.

کاکړ زیاته کړې، هغه وسلې چې اوس‌مهال د وسله‌والو لاس ته لوېدلي، د سیمې د ټیکاو لپاره یې جدي ګواښ رامنځته کړی دی.

پاکستان په وار وار ادعا کړې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د دوی پرمختللې وسلې د ترهګرو لاس ته لوېدلې دي؛ خو واشنګټن بیا دغه ادعا په کلکه رد کړې وه.

نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې ۲۰۲۴ کال د پاکستان د ولسي او امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی کال بلل شوی وو.

په تېر کال کې ثبت شوي ټولیز تلفات په تېرو ۹ کلونو کې تر ټولو لوړ او د ۲۰۲۳ کال پرتله ۶۶ سلنه ډېر وو، چې د اټکل له مخې هره ورځ نږدې اوه کسان د امنیت ضد پېښو کې وژل کېږي.

اسلام اباد په وار وار په کابل کې له طالبانو غوښتي چې ټي‌ټي‌پي ته اجازه ورنکړي چې افغان خاوره د پاکستان پر وړاندې د بریدونو لپاره وکاروي.