-
د یمن ولس یوه خپلواکه حقیقت لټونکې کمیټه جوړیدل غواړي
Mar 18, 2018 17:01د یمن د انقلاب د عالي کمیټې مشر وویل: پر یمن د تیري ګر سعودي ائتلاف بریدونه او اقدامات د توجیه وړ نه دي او د یمن ولس د دغه ائتلاف د جنایتونو په هکله د یوې خپلواکۍ حقیقت پلټونکې کمیټې د جوړیدو غوښتونکی دی.
-
د يمن په پوله کښې د سعودي يوه جاسوسي ډرون الوتکه راوغورزولې شوه
Mar 15, 2018 03:51د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو هوائي دفاعي سېسټم د دواړو هېوادونو په پولو کښې د سعودي يوه جاسوسي ډرون الوتکه راوغورزوله.
-
د بخښنې نړیوالې موسسې په بریتانیا کښې د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ نیوکه وکړه
Mar 13, 2018 16:00د بخښنې نړیوالې موسسې په بریتانیا کښې د ښاریزو، کډوالو او پناه غوښتونکو خلاف د بشري حقوقو په ګڼو مواردو او هم له ریاض څخه د لندن د وسلو د ملاتړ په دوام نیوکړه وکړه.
-
په يمن کښې په فوري ډزبندۍ او د دغه هېواد خلقو ته د درمليزو او خوراکي مرستو په لېږلو د ظريف تاکيد
Mar 12, 2018 14:25يمن تقريباً درې کاله وشول چې د سعودي د بې وقفې حملو هدف ګرځېدلے او د دغو حملو دوام دغه هېواد له يوې سترې انساني غميزې سره مخامخ کړے دے.
-
د ایران او عراق اړیکې سټراټيجکې دي
Mar 10, 2018 01:39په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران او عراق اړیکې (سټراټیجکې) دي، څرګنده کړه: دواړو هیوادونو تل د یو بل په ملګرتیا سره، له استعمار سره مقابله کړې ده.
-
د بخښنې نړیوال سازمان پر عربستان د جنګي الوتکو د خرڅون په وجه په بریتانیا نیوکه وکړه
Mar 10, 2018 04:01د بخښنې نړیوالې موسسې وویل: پر عربستان د جنګي الوتکو پلورل، د یمن د کړکیچ په اور د پټرول اچولو په معنا دي.
-
د اسلامی ټولنې وحدت د نبی مکرم (ص) د هویت په خپرولو کې دې
Mar 08, 2018 09:19په نړۍ کې سل میلیونه سیدان دی چی پکې ۶ میلیونه په ایران ، ۷ میلیونه په مراکش ، ۲۸ میلیونه په یمن ، افغانستان او ملایشیا ، ۱۰ میلیونه په هندوستان اوپاکستان او دوه میلیونه سیدان هم په بنګلادیش کې ژوند کوی .
-
پر یمن د عربستان بریدونه د فرانسې د وسلو په مرسته روان دي
Mar 07, 2018 15:50د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: ایران د یمن په کړکیچ کښې هیڅ رول نه لري او پر دغه هیواد د عربستان تیری د فرانسې د وسلو په مرستې سره دوام لري.
-
يمني ځواکونو په تعز او البيضاء کښې د سعودي تالي څټو په سنګرونو توغندي اورول
Mar 05, 2018 16:09د يمن فوځي او ولسي ځواکونو د د دغه هېواد په بې ګناه خلقو د سعودي ائتلاف د وحشيانه بمباریو په ځواب کښې په توغنده اي حملو سره د يمن په تعز او البيضا کښې د سعودي نوکرانو سنګرونه هدف وګرځول.
-
د امنیت شورا پریکړه لیکونه د یمن د ناورین لامل دي
Mar 03, 2018 04:24د یمن د انصار ا... غورځنګ لوړرتبه غړي وویل: د ملګرو ملتو د امنیت شورا پریکړه لیکونه په یمن باندې د عربستان د بوږنونکو حملو د دوام لامل دي.