د یمن ولس یوه خپلواکه حقیقت لټونکې کمیټه جوړیدل غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i67701-د_یمن_ولس_یوه_خپلواکه_حقیقت_لټونکې_کمیټه_جوړیدل_غواړي
د یمن د انقلاب د عالي کمیټې مشر وویل: پر یمن د تیري ګر سعودي ائتلاف بریدونه او اقدامات د توجیه وړ نه دي او د یمن ولس د دغه ائتلاف د جنایتونو په هکله د یوې خپلواکۍ حقیقت پلټونکې کمیټې د جوړیدو غوښتونکی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 18, 2018 17:01 Asia/Kabul
  • د یمن ولس یوه خپلواکه حقیقت لټونکې کمیټه جوړیدل غواړي

د یمن د انقلاب د عالي کمیټې مشر وویل: پر یمن د تیري ګر سعودي ائتلاف بریدونه او اقدامات د توجیه وړ نه دي او د یمن ولس د دغه ائتلاف د جنایتونو په هکله د یوې خپلواکۍ حقیقت پلټونکې کمیټې د جوړیدو غوښتونکی دی.

د یمن د انقلاب د عالي کمیټې مشر وویل: پر یمن د تیري ګر سعودي ائتلاف بریدونه او اقدامات د توجیه وړ نه دي او د یمن ولس د دغه ائتلاف د جنایتونو په هکله د یوې خپلواکۍ حقیقت پلټونکې کمیټې د جوړیدو غوښتونکی دی.

محمد علي الحوثي نن په صنعاء کښې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا د کارپوهانو له ډلې سره په کتنه کښې وویل: په یمن کښې د سعودي تیري ګر ائتلاف اقدامات د امنیت شورا د پریکړه لیکونو خلاف دي.

هغه د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا له پلاوي وغوښتل چې په بې پلوۍ سره او په خپلواکه توګه یوازې هغه حقیقتونه منتقل کړي چې په یمن کښې یې ویني.

الحوثي ټینګار وکړ: د یمن د ولس غوښتنه دا ده چې د نړۍ خلکو ته حقیقت بیان کړي او په دې کار سره به جنګ ودریږي.