-
د ایران پر ضد د ایتلاف جوړولو د نتانیاهو هیله ناکامه شوه
Apr 22, 2023 12:21د لبنان د حزب الله د اجراییوي شورا مرستیال وویل: په فلسطین او سیمه کې وروستیو پرمختګونو او د مقاومت تحمیلي معادلات د ایران ضد ائتلاف د جوړولو لپاره د نتانیاهو خوب ناکام کړ.
-
ایران د فلسطین د حقونو د نقض په اړه د بشري حقوقو د دروغجنو ادعا کوونکو په چوپتیا نیوکه وکړه
Apr 17, 2023 06:49د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت وياند، د صهيونیستي رژيم لخوا د فلسطينيانو له حقونو د پراخې او منظمې سرغړونې په اړه د بشري حقوقو د دروغجنو ادعا کوونکو په چوپتيا نيوکه وکړه.
-
د فلسطین ملت له مقاومت او جګړې پرته بله چاره نه لري
Apr 16, 2023 12:10د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر مشر په نیواکي فلسطین کې په یووالي ټینګار وکړ او وویل د فلسطین ملت له مقاومت، استقامت او مبارزې پرته، د نیواکګرو شړلو لپاره بله لاره نه لري
-
د حجرات سورې له ۱ تر ۵ آیت پوري تلاوت، ژباړه او لنډ تفسیر
Apr 15, 2023 13:57ګلونو اورېدونکو زموږ نیکې پېرزوینې ومنئ، د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یو په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ. د خدای په فضل په تېره برخه کې مو فتح مبارکه سوره پای ته ورسوله، سره له ننه غواړو د قران حجرات سوره درته پېل کړو. دغه سوره په مدینه کې نازله شوې او د مهمو ټولنیزو آدابو او اخلاقي اصولو په هکله ده.
-
د فلسطین د خلکو ملاتړ د افغانانو ایماني او وجداني دنده ده
Apr 14, 2023 12:11د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت د بدخشان او سمنګان مرستیال واليانو او د جوزجان او کندز د اطلاعاتو او کلتور رئيسانو د قدس د دفاع او د فلسطين له خلکو څخه ملاتړ د افغانانو ايماني او وجداني دنده بللې.
-
د قدس ورځ او صهیونیستي رژیم د نسکورېدو په درشل کې
Apr 14, 2023 16:05د لبنان د حزب الله عمومي مشر سید حسن نصرالله د قدس د ورځې په مناسبت په وینا کې وویل: په کورنۍ، سیمه ایزه او نړیواله کچه رامنځته شویو بدلونونو ته په کتو، صهیونیستي رژیم د ۱۴۴۴ هجري قمري کال په قدس کې له یوې بې سارې دورې سره مخ دی، چې د دغه رژيم د ژورو ناورینونو ښکارندويي کوي.
-
د قدس نړیواله ورځ؛ د اسلامي نړۍ د بیدارۍ ورځ
Apr 14, 2023 11:30نن جمعه د ۲۰۲۳م کال د اپرېل ۱۴مه (د ۱۴۰۲م کال د وري ۲۵مه) د ۱۴۴۴م کال د رمضان د میاشتې له ۲۳مې او د قدس له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) په نوښت د قدس نړیواله ورځ نومول شوې ده.
-
د فتح سورې له ۱ تر ۴ آیت پوري تلاوت، ژباړه او لنډ تفسیر
Apr 13, 2023 12:02ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یو، په تېره برخه کې مو د قران مجید محمد سوره پای ته ورسوله په ننني پروګرام کې به د خدای په فضل فتح سوره درته پېل کړو. دغه سوره د حدیبیې له سولې وروسته چې د هجرت په شپږم کال کې شوې وه،نازله شوې ده. په هغه کال رسول الله مبارک (ص) او د مدینې یو زیات شمېر مسلمانان د عمرې د مناسکو د ترسره کولو لپاره د مکې په لور وخوځېدل، خو مشرکانو مکې ته نزدې په حدیبیه سیمه کې په هغوی لاره وتړله او مکې ته د ورتګ اجازت یې ورنه کړ.
-
د محمد سورې له ۳۳ تر ۳۵ آیت پوري تلاوت، ژباړه او لنډ تفسیر
Apr 13, 2023 11:43د تهران ریډیو ډېرو قدرمنو اورېدونکو زمونږ نېکې پېروزینې ومنئ، د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یو، په دې هیله چې تر دې دمه مو زموږ خپرونې خوښې شوې وي. دا برخه د محمد سورې له درې دېرشم تر پنځه دېرشم ایتونو پورې تلاوت، ژباړې او تفسیر سره پرمخ بیایو، ستاسو د ملګرتیا په هیله.
-
د محمد سورې له ۲۹ تر ۳۲ آیت پوري تلاوت، ژباړه او لنډ تفسیر
Apr 13, 2023 11:29د تهران ریډیو ډېرو قدرمنو اورېدونکو زمونږ نېکې پېروزینې ومنئ، د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو په دې هیله چې تر دې دمه مو زمونږ خپرونې خوښې شوې وي. دا برخه د محمد سورې له نه ویشتم تر دوه دېرشم ایتونو پورې تلاوت ژباړې او تفسیر سره پرمخ بیاوو، ستاسو د ملګرتیا په هیله.