د فلسطین د خلکو ملاتړ د افغانانو  ایماني او وجداني دنده ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131204-د_فلسطین_د_خلکو_ملاتړ_د_افغانانو_ایماني_او_وجداني_دنده_ده
د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت د بدخشان او سمنګان مرستیال واليانو او د جوزجان او کندز د اطلاعاتو او کلتور رئيسانو د قدس د دفاع او د فلسطين له خلکو څخه ملاتړ د افغانانو ايماني او وجداني دنده بللې.
(last modified 2023-04-14T04:13:57+00:00 )
Apr 14, 2023 08:41 Asia/Kabul
  • د فلسطین د خلکو ملاتړ د افغانانو  ایماني او وجداني دنده ده

د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت د بدخشان او سمنګان مرستیال واليانو او د جوزجان او کندز د اطلاعاتو او کلتور رئيسانو د قدس د دفاع او د فلسطين له خلکو څخه ملاتړ د افغانانو ايماني او وجداني دنده بللې.

د افغان غږ خبري آژانس د خبر له مخې، د بدخشان مرستیال والي نثار احمد احمدي ویلي چې بیت المقدس لومړۍ قبله ده او دفاع یې د ټولو مسلمانانو دنده ده.

 هغه زیاته کړې نن سبا اسرائیل په ښکاره د فلسطین د مظلومو خلکو پر خاوره یرغل کړی دی او هره ورځ د خلکو په ژوند او حرمت حملې کوي، نو مسلمانان باید د فلسطین د ولس ترڅنګ ودرېږی او دغه هېواد له نیواک څخه وژغوري.

 همدارنګه د سمنګانو مرستیال والي دادخدا خادم هم ویلي چې د افغانستان مسلمان ولس باید له بیت المقدس او د فلسطین له خلکو خپل ملاتړ اعلان کړي، که نه نو اسلامي نړۍ ته به لوی زیان ورسوي.

 د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور مشر وايي چې د اسلامي مقدساتو په تېره بيا له بيت المقدس څخه دفاع د هر مسلمان د ايمان او وجدان دنده ده. موږ په ټول زړه کې د بیت المقدس دفاع کوو او د بیت المقدس پر وړاندې د کافر د نه بخښلو وړ عمل په کلکو ټکو غندو.

 همدارنګه د کندز ولایت د اطلاعاتو او کلتور مشر مطیع الله روحاني هم ویلي چې د فلسطین مسلمان ولس په بد حالت کې دی او موږ مسلمانان باید د دې هېواد د مسلمانانو د دفاع لپاره لاسونه سره یو کړو، ترڅو له خپلو دیني عباداتو څخه دفاع وکړو او نه پریږدو، چې زموږ جوماتونو او عبادت ځایونو ته د کفارو لخوا زیان ورسېږي.