-
د ایران د سپاه پاسداران او پوځ په عملیاتو کښې د امریکې راډارونه او دفاعي سیسټمونه تس نس شول
Jul 21, 2026 12:19پارس ټوډی- د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سپاه هوايي ځواک د نصر۲ عملیاتو په ۲۴مه څپه کښې، د بحرین په المحرق کښې یو امریکايي راډار په بشپړه توګه ویجاړ کړ او له عملیاتي مداره یې وایسته او همداشان یې د بحرین په الرفاع کښې د پاټریوټ په نامه د امریکې د هوايي دفاع سیسټم، په یو وخت په ډرونز او توغندویو سره په نښه کړ او له مینځه یې یووړ.
-
صهیونیستي رژیم د غزې په تړانګه کې په یوه روغتون بمباري وکړه
Jul 21, 2026 07:44د صهیونیستي رژیم پوځ د غزې د تړانګې په شمال کې د «الیمن السعید» په روغتون بمباري وکړه.
-
د ایران په وروستیو بریدونو کې ۱۰۰ امریکايي سرتېري ټپیان شوي
Jul 21, 2026 07:42پارس تودی-د امریکا د جنګ د وزارت ویاند شان پارنل ادعا کړې چې له تېرو دوو اونیو راهیسې د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو د ترسره شویو بریدونو له امله ۱۰۰ امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي.
-
د یمن پوځ د سعودي عربستان پر ضد سمندري محاصره اعلان کړه
Jul 21, 2026 07:31پارس تودی- د یمن وسلهوالو ځواکونو اعلان کړی چې د « د کلابندۍ په بدل کې د کلابندۍ» د اصل پر بنسټ یې د سعودي عربستان پر ضد سمندري محاصره پیل کړې ده.
-
د ایران د کورنیو چارو وزیر له یوه پیغام سره اسلاماباد ته ورسېد
Jul 20, 2026 16:26پاکستاني سرچینو د الجزیرې شبکې ته ویلي چې د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مؤمني نن دوشنبه اسلاماباد ته رسېدلی دی.
-
د ایران خاورې ته د امریکا له هرډول نفوذ سره به سمدستي مقابله وشي
Jul 20, 2026 16:16د سپاه پاسداران د ځمکنیو ځواکونو مرستیال، برید جنرال روحالله نوري وویل، د سپاه ځمکني ځواکونه، په ځانګړي ډول د هوايي دفاع قطعې، د نوې تجهیزاتو، دوامداره روزنې او د عملیاتي وړتیاوو د لوړولو په مټ، د بشپړې چمتووالي په لوړه کچه کې دي او د امریکایي دښمن هر ډول یرغل او نفوذ به په هماغه لومړۍ شېبه کې شنډ کړي.
-
د امریکا MQ-9 ډوله بېپیلوټه الوتکه هم د ایران ددفاعی سسټم ښکار شوه
Jul 20, 2026 06:30پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په یوې خبرپاڼې کې وئيل شوي دي، د ایران په سوېل لوېدیځ، اهواز ښار کې ئې د امریکا یوه MQ-9 ډوله بېپیلوټه الوتکه په توغندوي دفاعی سسټم سره نسکوره کړې ده.
-
ګارډین لیکلي؛ټرمپ د نړیوالې ټولنې لومړنی دښمن دی
Jul 20, 2026 05:45پارس ټوډې – یوې برېتانوي ورځپاڼې لیکلي چې د ډونالډ ټرمپ ځان منامي د نړیوالې ټولنې لومړنۍ دښمنه ده او هغه ئې له یوې ډل وژونکې وسلې هم ډېر خطرناک عامل ګرځولی دی.
-
د تفاهملیک خلاف ورزۍ یو ځل بیا ثابته کړه چې د امریکې د ولسمشر لاسلیک بېارزښته او بېاعتباره دی
Jul 19, 2026 05:08د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیتالله سید مجتبی حسیني خامنهيي «د ایران د شهید ښاغلي» د بدرګې د سترې حماسې او د ایران د مهمو موضوعاتو د بیانولو په اړه یو مهم خپور کړی
-
د اسلامی انقلاب د شهید رهبر او نورو شهیدانو وینه به ډيرزر له سیمي د استکبار ټغر ټول کړِي(هینداره)
Jul 19, 2026 15:27د پاکستان د یوه تکړه سیاستوال ، د ټولینزو چارو فعال او د کرم ضلعې د قومي جرګې یوه فعال غړي ښاغلی شبیر ساجدي او دغه راز د پاکستان د کورمې ضلعې د تحریک حسینی پخواني مشر تکړه دیني عالم او د قومي جرګې یوه غړي ښاغلي حاجی صیب عابدحسین زمونږ په ننني هینداره پروګرام کې قدرمن میلمانه دي او د شهید رهبر امام خامنه اي او د نورو قدرمنو شهیدانو د پاکې وینې د اثراتو او د استعمار او استکبار په مقابل کې د اسلامی امت د یووالی او اتحاد په باب ورسره بحث لرو.