-
له ننګرهار څخه به سلګونه پرنشه یې توکو روږدي کسان د درملنې په موخه راټول شي، نور تفصیل په راپور کې واورئ
Feb 11, 2024 04:23د دې ولایت د سیمه ایزو چارواکو په وینا، داځل به دروږدو کسانو د درملنې موده د یوې نیمې میاشتې پرځاې څلور میاشتې وي.
-
نن د فبرورۍ ۱۱مه په علم کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ ده
Feb 11, 2024 04:09د ملګرو ملتونو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، که ښځې علم ته ډېر لاسرسی ولري، نو په څېړنو کې به تنوع رامنځته شي او په پایله کې به نوي لیدلوري او خلاقیت رامنځته شي.
-
د پاکستان د ټاکنو په اړه امريکا، بريتانيا او اروپايي ټولنې اندېښنه ښودلې
Feb 11, 2024 02:59امريکا، بريتانيا او اروپايي ټولنې په جلا جلا توګه د پاکستان د پنجشنبې ورځې د ټاکنو د بهير په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د بې نظمۍ د رپوټونو د پلټنو غوښتنه يې کړې ده.
-
په امریکا کې د یوې الوتکې نسکورېدو له امله دوه کسان وژل شوي
Feb 11, 2024 02:49د امریکا په فلوریدا ایالت کې د یوې کوچنۍ الوتکې د نسکورېدو له امله دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
-
ایران د افغانستان د پوهنې له برخې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، نور حال په راپور کې واورئ
Feb 11, 2024 02:33په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي او د ایران د سفارت کلتوري سلاکار سید روح الله حسیني په کابل کې د سرپرست حکومت د پوهنې له وزیر سید حبیب الله اغا سره کتلي.
-
له افغانستان څخه وتنه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې شېبه ده
Feb 11, 2024 02:17د امریکا پخواني ولسمشر او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوريپالو ګوند یو نوماند ډونالډ ټرمپ، له افغانستان څخه وتنه د دغه هېواد په تاریخ کې یوه «شرموونکې» شېبه بللې ده.
-
له پاکستان څخه افغانستان ته استول شوي افغانان له تیاره برخلیک سره مخ دي
Feb 11, 2024 01:22د ژغورنې نړیواله کمېټه (ای ار سي) خبرداری ورکوي چې له پاکستان څخه په زوره افغانستان ته استول شوي تر نیم میلیون ډېر افغانان له تیاره راتلونکي سره مخ دي.
-
طالبان له ۳۸ هېوادونو سره فعالې سیاسي اړیکې لري
Feb 11, 2024 01:03د سرپرست حکومت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې له ۳۸ هېوادونو سره فعالې سیاسي اړیکې او په دې هېوادونو کې استازولۍ لري.
-
د پاکستان انتخابات د رایو د نتایجو په تمه، د ګټونکي په هکله ګونګوسې په زیاتیدو دي
Feb 10, 2024 09:52د پاکستان د قومي او صوبایي اسمبلیو انتخاباتو تیره پنجشنبه(د فرورۍ په اتمه) ترسره شول، خو پایلې یې تراوسه په رسمي توګه نه دي اعلان شوې خو تحریکِ انصاف او مسلم لیګ-ن دواړه د زیاتو چوکیو د ګټو ادعا کوي.
-
امریکا د ټوپک په زور له افغانستانه ووتله
Feb 10, 2024 11:50حقاني: که امریکا طالبان په رسمیت وپیژني نو ښه ده او که ویې نه پيژني هم مهمه نه ده.