امریکا د ټوپک په زور له افغانستانه ووتله
حقاني: که امریکا طالبان په رسمیت وپیژني نو ښه ده او که ویې نه پيژني هم مهمه نه ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې په رسمیت د دې ډلې پيژندل هیڅ اهمیت نه لري، وویل: جو بایډن ډیره د هوښیارۍ پریکړه وکړه او کله چې مونږ جنګ ته تیار شوي وو، هغوي شاتګ وکړ او له افغانستانه وتښتیدل.
د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کښې په یوې غونډې کښې ویلي چې امریکا د ټوپک په زور له افغانستانه ووتله.
حقاني زیاته کړه: که امریکا طالبان په رسمیت وپیژني نو ښه ده او که ویې نه پيژني هم مهمه نه ده.
هغه څرګنده کړه: جوبایډن ډیره ځیرکه فیصله وکړه او کله چې مونږ جنګ ته بیخي چمتو شوي وو، هغوي په شا شول.
حقاني ویلي چې طالبان د امریکې له خوا په رسمیت د پیژندل کیدو لپاره حتی لس کاله هم انتظار کوي.
تراوسه د نړۍ هیڅ هیواد په افغانستان کښې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی او د دغې ډلې د مشروعیت لپاره یې د بشري حقوقو د خیال ساتنې او د ټول شموله حکومت د جوړولو په شان شرطونه ایښي دي.