-
افغانستان کښې یو پړانګ وژل شوی دی
Nov 26, 2023 06:59د افغانستان په پکتیا ولایت کښې یو پړانګ په ډزو وژل شوی دی
-
"جان بولټن" هم د فلسطیني مقاومت پر وړاندې د "صهیونیسټي رژیم" ماتې ومنله
Nov 26, 2023 02:53د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار په یوه بیانیه کې منلې، چې حماس د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې د پام وړ بریا ترلاسه کړې ده.
-
د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د فلسطین په تړاو ټلفونې خبرې وکړې
Nov 26, 2023 02:28د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیرعبداللهیان او د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر هاکان فیدان ترمنځ په ټلفوني خبرو کې، د فلسطین د بدلونونو او ځینو دوه اړخیزو مسائلو په هکله خبرې اترې وشوې.
-
پردي هېوادونه باید له سیمې ووځي
Nov 26, 2023 01:59د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر ډګرجنرال محمد رضا آشتیاني وویل: په سیمه کې د امریکې او ځینو اروپایي هېوادونو شتون به د مقاومت د محور په ګډون، د ټولې سیمې له غبرګون سره مخ شي او د دغو پردیو هېوادونو لپاره غوره ده چې له سیمې ووځي او د کړکېچ د رامنځته کولو په لټه کې ونه اوسي.
-
په فراغت غونډه کې د ګډون ارمان مو په زړه پاتې شو
Nov 26, 2023 01:32وروسته له هغه چې د تېر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په مياشت کې د طالبانو حکومت د نجونو محصلانو پر مخ د پوهنتونو دروازې وتړلې، یو شمېر هغه محصلانې چې د ماسټرۍ د زدهکړو وروستی سمسټر يې تېزس ليکلو ته ځانګړی شوی وو او سږ کال بشپړ شو، وايي ناهیلي دي چې د ماسټرۍ د زدهکړو د بشپړېدو خوښي نهشي نمانځلی.
-
له افغانستانه سیمې ته لاهم نشهيي توکي قاچاق کېږي
Nov 26, 2023 01:05د ټولیز امنیتي تړون سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو په یوې ګډه خبرپاڼه کې له افغانستان څخه د مرکزي آسیا هېوادونو ته د نشهيي توکو د قاچاق دوام په اړه اندېښنه ښودلې.
-
له صهیونیسټي رژیم د امریکا ملاتړ په غزه کې د جګړې د دوام لامل شو
Nov 24, 2023 11:18د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: که له اسرائیلي رژيم د امریکا ملاتړ نه وای، دغه جعلي رژیم نشو کولای چې د فلسطین له اسلامي مقاومت ډلې (حماس) سره جګړې ته دوام ورکړي.
-
اسرائیل د جولا کور او ټول لوېدیځ قدرتونه د واورو جوړ سړي دي
Nov 24, 2023 14:20په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب وویل: نه یوازې صهیونیسټي رژیم د جولا کور دی، بلکې ټول قدرتونه د واورو جوړ سړي دي.
-
د ایران د اسلامي جمهوریت په تړاو د اروپايي پارلمان وروستي پریکړه لیک ته د ایران غبرګون
Nov 24, 2023 10:22د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د اسلامي جمهوریت په تړاو د اروپايي پارلمان په وروستي پریکړه لیک کې موجود احکام د ایران پر وړاندې د ځینو اروپایي سیاستونو د تخریبي چلند نتیجه وبلله او هغه یې وغندلو.
-
د الاقصی طوفان عملیاتو پایلو نړۍ ولړزوله
Nov 24, 2023 09:53د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په کتنه کې وویل: د الاقصی طوفان عملیاتو پایلو ټوله نړۍ ولړزوله.