د الاقصی طوفان عملیاتو پایلو نړۍ ولړزوله
(last modified Fri, 24 Nov 2023 08:53:37 GMT )
Nov 24, 2023 13:23 Asia/Kabul
  • د الاقصی طوفان عملیاتو پایلو نړۍ ولړزوله

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په کتنه کې وویل: د الاقصی طوفان عملیاتو پایلو ټوله نړۍ ولړزوله.

د ایرنا د راپور له مخې؛ امیر عبداللهیان په دغه کتنه کې وویل: امریکا او صهیونسټي رژیم له څه دپاسه یوې نیمې میاشتې تیریو او ظالمانه جنګونو او د لسګونه زرو فلسطینیانو په وژلو او ژوبلولو سره سره، په پوځي ډګر کې هېڅ لاسته راوړنه ترلاسه نه کړه او له حماس سره په غیر مستقیم ډول د اوربند او د خپلو اسیرانو د خلاصون لپاره خبرو اترو ته اړ شو.

هغه زیاته کړه: دوی په سیاسي طرحو سره د هغه څه د ترلاسه کولو په لټه کې دي چې په ډګر کې او له پوځي لارو یې ونه شوکړای ترلاسه کړي، له سیاسي لارې ترلاسه کړي او البته دا هم هغه خوب دی چې هېڅکله به تعبیر نه شي.

امیر عبداللهیان په دوام سره، په سیاسي او نړیوالو ډګرونو کې د فلسطین له ملت او مقاومت څخه د ملاتړ په دوام کې د ایران د اسلامی جمهوریت پر کلک هوډ ټینګار وکړ.

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه هم د فلسطین او د هغه د خلکو په تېره بیا د غزې په اوسنۍ جګړه کې د ایران د رهبرۍ، ولسمشر، حکومت او خلکو د پرېکنده ملاتړ له امله مننه وکړه.