-
د ایران د ایټمي موضوع حل یوازې د ډیپلوماسۍ له لارې ممکن دی
Feb 10, 2026 10:50پارسټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د واقعي او نتیجه لرونکو مذاکراتو غوښتونکی دی، خو د دې هدف تحقق د مقابل لوري جدي ارادې او د امریکائي لوري د چلند پر وړاندې د بېباورۍ د له منځه وړلو ته اړتیا لري.
-
د رڼا سرچینې (160)(د قرآني آيتونو د نزول سبب ؛ناپوهي؛ د ټولو ستونزو ريښه)
Feb 09, 2026 09:53د تهران د پښتو خپرونې او د انټرنیټي ویب پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې درڼا سرچینې نومې لړئ له یوسل شپیتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په دغه مطلب کې د فتح سورې له ۱۵ تر ۱۷ آيتونو پورې د نزول سبب ته ځانګړی شوی دی. نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
-
ایران په سیمه کښې د مقابل لوري له پوځي چمتووالي هیڅ ویره نه لري
Feb 08, 2026 09:18د ایران د بهرنیو چارو وزیر د بهرني سیاست او د بهرنیو اړیکو د تاریخ په اولنۍ ملي کنګره کښې وینا وکړه.
-
جنرال موسوي: د سیمه ایز جنګ پایلې د امریکې په غاړه دي
Feb 08, 2026 11:37د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز وویل: سیمه ایز جنګ به د سیمې پراختیا وځنډوي او پایلې یې د امریکې په غاړه دي.
-
کابل کښې د ایران په سفارت کې د اسلامي انقلاب د بریا د کلیزې ونمانځله شوه
Feb 08, 2026 11:06په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري سلاکار ویلي چې د اسلامي انقلاب او د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام د دښمنانو او بدغوښتونکو توطئې به هېڅ پایله ورنه کړي او دا انقلاب به د الهي فضل په برکت خپلو لوړو موخو ته ورسېږي.
-
د پاکستان د پوځ په بریدونو کښې ۶۱۳ افغانان وژل شوي دي
Feb 08, 2026 10:04په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د مرستیالۍ دفتر په خپل تازه راپور کې اعلان کړی، چې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د پاکستان د پوځ د بریدونو له امله شپږ سوه دیارلس افغان ملکي وګړي وژل شوي دي.
-
پزشکیان: د ایران او امریکې ترمینځ خبرې اترې یو مخ په وړاندې ګام و
Feb 08, 2026 09:21د ایران ولسمشر وویل: د ایران او امریکې ترمینځ خبرې اترې چې په سیمه کښې د ایران د ملګرو حکومتونو په تعقیبونې سره ترسره شوې، یو مخ په وړاندې ګام و.
-
د تهران چورلټ ځواب؛توغندي او د یورانیموبډایول سره کرښه
Feb 08, 2026 08:38پارس ټوډې- د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر ټينګار وکړ، اسلامی ایران د خپلو توغندیو په باب هیڅ ډول خبرې اترې نه کوي، ځکه دا یوازې دفاعي موضوع ده.
-
امریکې او صهیونیسټ رژیم ته د ایران پریکنده پيغام؛ د امریکې پوځي ګواښ څنګه وځنډیده؟
Feb 03, 2026 10:58پارس ټوډی - د عربي نړۍ یو مشهور شنونکی، په ورته وخت کې په سیمه کې د امریکا پوځي خوځښتونه، د اسلامي انقلاب د رهبر روښانه دریځونه او واشنګټن ته د صهیونیسټ رژیم د چارواکو چټک سفرونه څیړلي او وايي چې ساحوي او سیاسي شواهد ښیي چې ایران نه یوازې له ګواښونو څخه نه ویریږي، مقابل لوري ته یې خپله دفاعي سټراټجي په زغرده ښودلې ده.
-
خبرونه | تورن جنرال موسوي: د ایران د وسله والو ځواکونو ډکټرین په یرغلیز بدل شوی دی / د اروپا له شتمنیو څخه د امریکا ناوړه ګټه اخیستنه
Feb 03, 2026 10:13پارس ټوډې - د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز له صهیونیسټ رژیم سره ۱۲ ورځنۍ جګړې ته په اشارې سره، وویل: د دې جګړې د دیارلسمې ورځې بدله لاهم پاتې ده او کوچنۍ تېروتنه به د عمل لپاره زمونږ لاسونه خلاص کړي.