هیڅ نړیوال قدرت د ایران شجاع ولس نشي تسلیمولی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172068-هیڅ_نړیوال_قدرت_د_ایران_شجاع_ولس_نشي_تسلیمولی
پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د نړیوال نظام په دوه ګوني چلندونو باندې په نیوکې سره، د نورو هیوادونو په خلاف هر ډول فوځي اقدام د نړیوالو منل شویو اصولو سره په ټکرکې وباله.
(last modified 2026-04-16T08:32:55+00:00 )
Apr 16, 2026 12:57 Asia/Kabul
  • هیڅ نړیوال قدرت د ایران شجاع ولس نشي تسلیمولی

پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د نړیوال نظام په دوه ګوني چلندونو باندې په نیوکې سره، د نورو هیوادونو په خلاف هر ډول فوځي اقدام د نړیوالو منل شویو اصولو سره په ټکرکې وباله.

د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان دې ته په اشارې سره، چي ایران هیڅکله د جنګ او بې ثباتی په لټه کې نه دی او تل د نړۍ له مختلفو هیوادونو سره، په رغنده خبرو اترو ټینګار کوي، وویل: د ایران د تسلیمولو او یا هم ورباندې د تپلو هر ډول هڅه به ناکامه شي او د ایران ولس هیڅکله دا شان کړچار نه مني.

پزشکیان په نړیوال نظام کې په دوه ګوني چلندونو باندې په نیوکې سره، د نورو هیوادونو په خلاف هر ډول فوځي اقدام یې د نړیوالو منل شویو اصولو سره په ټکر وبلله او وویل: زمونږ په هیواد باندې برید د کوم جرم له مخي تر سره شوی؟ د ملکیانو، پوهانو او ماشومانو په نښه کېدل، او د مهمو مرکزونو منجمله ښوونځیو او روغتونونو بمبار څنګه د نړیوال حقوقو او انساني اصولو په چوکاټ کې توجیه کېدایشي؟

هغه د ملي وحدت په ضرورت باندې په ټینګار سره، جوته کړه: د څلوېښت ورځني مقاومت پر مهال د ایران د خلګو بې سارې وحدت د دښمنانو د شومو موخو د ناکامه کېدو او ناهیلي کېدو لامل شو.