-
غریبآبادي: د نړیوال قانون اصول باید انتخابي نه وي
Sep 26, 2026 12:34پارستودي- د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل: نړیوال قانون، که د سولې ساتونکی وي، نه شي کولای د هغو انتخابي اصولو ټولګه وي چې د ځینو هېوادونو په اړه په جدي ډول عملي کېږي او د ځینو نورو په اړه بیا د سیاسي ملاحظاتو له امله له پامه غورځول کېږي.
-
عراقچي: د هرمز تنګي ناامني د امریکا او صهیونیستي رژیم د تېري پایله ده
Sep 26, 2026 11:39پارستودي- د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: د هرمز تنګي حاکمه ناامني او په سمندري کشتۍچلونې کې رامنځته شوی خنډ، د امریکې او صهیونیستي رژیم د تېری کوونکو اقداماتو مستقیمه پایله ده.
-
ایران په تېره اونۍ کې
Sep 26, 2026 11:29د ایران د دې اوونۍ په مهمو تحولاتو کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په ۸۱مه غونډه کې د ولسمشر مسعود پزشکیان وینا، له نړیوالو مشرانو سره د هغه لیدنې او د سیمې او ایران د اټومي پروګرام په اړه د تهران دریځونه شامل دي.
-
تفسیر | د نتانیاهو وینا ته د ۷۷ پلاوو غبرګون؛ نړۍ صهیونیستي رژیم ته څه پیغام ورکړ؟
Sep 26, 2026 06:13پارس ټوډې- نیویارک ته د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو یوه ورځنی سفر د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې له هال څخه د نړۍ د اوواویا پلاویو په وتلو سره د صهیونیسټ رژيم د نړیوالې څنګ ته کیدا د زیاتیدا روښانه انځور نندرې ته وړاندې کړ.
-
په نیویارک کې د نتانیاهو پر ضد په اعتراضونو کې د مشهورې امریکايي ایکټرې نیول شوي
Sep 25, 2026 14:29ښي لوري ته؛ امریکايي لوبغاړې او کومیډین، هانا اینبینډر، چپ لوري ته مشهوره امریکايي ایکټره، سوزان ساراندون،
-
لاوروف او عراقچي؛ د ډیپلوماسۍ له لارې د سیمې د مسئلو د حل پر اړتیا ټینګار وکړ
Sep 25, 2026 14:12د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئ لاؤروف د ایران د اسلامی جمهوریت له خارجه وزیر عباس عراقچي سره په لیدنې کې د سیمې د کړکېچ پر ډیپلوماټیک حل ټینګار کړی.
-
افغانستان او ایران پخپلو کې سره پیاوړی اړیکې لري
Sep 25, 2026 12:34زمونږخبریال راپور راکړ، دافغانستان په کابل کې دایران د سفارت مرستیال په کندهار کې دطالبانود حکومت له ویندوي سره ناسته کړې او د دوو اړخیزو اړیکو او مناسباتو په باب ئې ورسره خبرې اترې کړي دي.
-
د لبنان په جنوب باندې د صهیونیسټ رژيم بریدونه هماغه راز دوام لري
Sep 24, 2026 12:31زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان سرچینو په جنوبي سیمو د صهیونیسټ رژیم د توپچي بریدونو او د اوربند د سرغړونې خبر ورکړی دی.
-
د ایران او عراق د هوکړو او ګډو طرحو د پلي کېدو چټکتیا
Sep 24, 2026 09:32پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر او د عراق لومړي وزیر د دوه اړخیزو اړیکو د وروستي وضعیت او د هوکړو او ګډو طرحو د پلي کېدو بهیر د ارزونې ترڅنګ، د تهران او بغداد د تفاهمونو د عملي کېدو د چټکتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
-
پزشکیان په ملګرو ملتونو کې: د زور زیاتي ژبه نه منو؛ اټومي بم په اسرائیلو کې دی، خو پلټونکي په ایران کې
Sep 24, 2026 05:25پارس ټوډې ــ د ایران ولسمشر په ملګرو ملتونو کې د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې وویل: د امریکا خبرې د زور زیاتي د خوی څرګندونه کوي او د بشري حقونو له منشور سره په ټکر کې دي. د ایران د ملت ګواښل به دغه ملت لا منسجم او د ایرانیانو مقاومت به لا پیاوړی کړي.