-
عراقچي: ایران هم د ځان دفاع کوي، هم په ډیپلماسۍ کښې جدي دی
Oct 04, 2026 13:12د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، نن سهار په تهران کې مېشتو د بهرنیو هېوادونو له سفیرانو او د نړیوالو او بهرنیو استازولیو له مشرانو سره لیدنه کړې ده.
-
د عربستان د بریدونو په ځواب کښې په ریاض کښې د آرامکو تاسیسات په نښه شول
Oct 04, 2026 13:05د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند، یحیی سریع، تېره شپه په یوه اعلامیه کې وویل چې د یمن پر پلازمېنې صنعا او د دغه هېواد پر نورو ولایتونو یې د سعودي عربستان د بریدونو په غبرګون کې، د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د آرامکو پر شرکت پوځي عملیات ترسره کړي دي.
-
په ناګویا کښې د ایران د ورزشي کاروان ځلېدل؛ د سرو زرو ۶ ډیر مډالونه او د میرمنو تاریخي لاسته راوړنې
Oct 04, 2026 12:42د اسیايي لوبو شلمه دوره چې د جاپان په کوربهتوب په ناګویا کښې ترسره شوه، د ایران د ورزشي کاروان په بریا پای ته ورسېده.
-
مدودف: د ایران خلاف جنګ د نړۍ او د امریکې د اقتصاد لپاره بدې پایلې لرلې دي
Oct 04, 2026 12:21پارس ټوډی – د روسیې پخواني ولسمشر وویل، د ایران خلاف تېري د نړۍ د اقتصاد لپاره جدي بایلې لرلې دي او د امریکې خلکو یې په خپل اقتصاد باندې سخته اغیزه احساس کړې ده.
-
په سیمه کښې د امریکا پوځي اډې د بېثباتۍ سرچینې دي
Oct 04, 2026 12:07یوې پاکستانۍ خپرونې له عراق څخه د امریکا وتل د یوه ناسم او کړکېچزېږونکي شتون د پای په توګه وباله
-
پاکستان: له ایران سره به سوداګرۍ ته دوام ورکړو؛ د امریکا بندیزونه یو اړخیز دي
Oct 04, 2026 11:55پاکستان: له ایران سره به سوداګرۍ ته دوام ورکړو؛ د امریکا بندیزونه یو اړخیز دي
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت: د امریکايي ځواکونو وتل د عراق د خپلواکۍ په لور مهم ګام دی
Oct 04, 2026 11:49پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت بیګا (د یکشنبې په شپه) په یوه اعلامیه کښې، له عراق څخه د امریکې د نیواکګرو ځواکونو د وتلو په اړه، د امریکا د حکومت د هغو جنایتونو او د عراق او نورو هېوادونو خلکو ته د اوښتو زیانونو له امله د دغه هېواد د حساب ورکولو او مؤاخذې پر اړتیا ټینګار وکړ، چې د نیواک په موده کښې یې ترسره کړي دي.
-
د یمن په تعز دعربستان په برید کې څلور کسان شهیدان او ټپیان دي
Oct 04, 2026 10:43پارس ټوډې- د یمن روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، د تعز پر ولایت د سعودي عربستان په ډرون برید کې څلور کسان شهیدان شوي او ټپیان شوي دي.
-
ولایتي: جغرافیه په اعلامیو نه بدلېږي
Oct 04, 2026 10:23پارس ټوډې- د اسلامي انقلاب د رهبر د نړیوالو چارو سلاکار اماراتیانو ته په خطاب کې ټینګار وکړ: جغرافیه په اعلامیو نه بدلېږي؛ لوی تنب، کوچنی تنب او بوموسی د ایران وو او د ایران به پاتې شي.
-
نیمروز کې د نشه یې توکو د تولید یوه کارخونه له منځه یوړل شوه
Oct 04, 2026 09:54د نیمروز ولایت امنیه قوماندانۍ په هغه معلوماتو کې چې رسنیو ته یې استولي ویلي، چې د دې ولایت د دلاارام ولسوالۍ په رباط کلي کې یې د نشه یي توکیو د تولید یوه کارخونه په نښه او عملیات یې پرې تر سره کړي دي.