-
د طالبانو ټولګټو وزارت : تېره اونۍ له افغانستانه ډېر د انارو جوس بهرته صادرشوي
Dec 16, 2025 10:33د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وایي چې تېره اونۍ د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې دوه سوه ټنه توکي چې لویه برخه یې د انارو جوس دي بهر ته صادرشوي.
-
طالبان: افغانستان کې د “پیسو پړسوب” د سیمې په کچه تر ټولو کم دی
Dec 15, 2025 08:43د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نړیوال بانک راپور د یوې برخې په خپرولو سره ویلي چې، روان میلادي کال په افغانستان کې انفلاسیون یا د پیسو پړسوب په اوسط ډول دوه سلنه اټکل شوی، چې دا د سیمې په پرتله تر ټولو ټيټه کچه ده.
-
په افغانستان کې د پولیو خطر اوس هم شته
Dec 15, 2025 07:52په افغانستان کې د پولیو واکسیناسیون نوی پړاو پیل کیږي ترڅو د دې ناروغۍ سره مبارزه وشي.
-
طالبانو د څه باندې ۱۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د نورستان قیمتي ډبرې وپلورلې
Dec 15, 2025 03:37د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې د نورستان ۱۴ کیلو ګرامه بیروج پلورل شوي دي.
-
عراقچي: د افغانستان امنیت د سیمې د ټولو هیوادونو له ګټو سره تړلی
Dec 14, 2025 10:48د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن په تهران کې د «افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او روسیې د ځانګړو استازو په غونډه» کې وویل، چې په افغانستان کې ثبات د ټولې سیمې لپاره یو ستراتیژیک ضرورت دی.
-
نړیواله ټولنه دې د افغانستان پر طالب حکومت دباؤنه زیات کړي
Dec 13, 2025 08:47د پاکستان لومړي وزیر له پولې د ورآخوا دکنټرولولو په برخې کې د افغانستان د طالبانو د حکومت پر ناکامۍ سخته نیوکه وکړه او له نړیوالې ټولنې ئې وغوښتل چې د افغانستان له خاورې د وسلهوالو ډلو د فعالیت د مخنیوي لپاره دې پر کابل دباؤ زیات کړي.
-
روسیې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر زیاتېدونکو ترینګلتیاوو ژوره اندېښنه څرګنده کړه
Dec 13, 2025 03:38روسیه د پاکستان او د افغانستان د طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه سختې اندېښې څرګندې کړي او له دواړو لورو یې غوښتي چې اختلافات له دیپلوماتیکو لارو هوار کړي، څو په سیمه کې د بېثباتۍ او جګړو مخه ونیول شي.
-
د امریکا یو استخباراتي چارواکی ادعا کوي چې ۱۸ زره ترهګر له افغانستانه امریکا ته داخل شوي
Dec 13, 2025 03:34د امریکا استخباراتي چارواکي وايي، د بایدن د حکومت پر مهال له افغانستانه راوستل شویو ۱۸ زره کسانو د ترهګرۍ د څار فهرست کې نومونه موجود دي
-
د افغانستان یو هنري سبک د یونسکو په کلتوري میراث کې ثبت شو
Dec 12, 2025 02:42د کمال الدین بهزاد د میناتوري هنري طرز د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان( یونیسکو) د نړیوالو میراثونو په لست کې شامل شو.
-
ملګري ملتونه: د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتو کې ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي
Dec 12, 2025 02:26د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د نوي راپور له مخې، د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د یوې اونۍ نښتو پر مهال لږ تر لږه ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۵۳ نور ټپیان شوي دي.