په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله واله ډله نشته
د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند د افغانستان په خاورې کې د بهرنیو وسلهوالو ډلو شتون او فعالیت یو ځل بیا رد کړ.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح ا....مجاهد د پاکستان او تاجکستان د کورنیو چارو وزیرانو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل چې په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله واله ډله فعالیت نه کوي او طالبان د هېواد پر ټولې جغرافیې بشپړ کنټرول لري.
هغه طلوع نیوز ته ویلي چې د افغانستان دننه د وسلهوالو ډلو د شتون ادعاوې حتی د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې هم مطرح کېدلې.
له دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیرمحسن نقوي د شانګهای ملګرتیا موسیسې د غونډې په څنډې کې د تاجکستان د کورنیو چارو له وزیر رمضان رحمیزاده سره په پّ کتنې کې په افغانستان کې د «ترهګرو روزنیزو کمپونو» په اړه خبرې کړې دي.
ددغې اعلامیې له مخې، د پاکستان او تاجکستان چارواکو په افغانستان کې د ۲۵ ترهګرو ډلو پر شتون ټینګار کړی او ویلي ئې دي چې په افغانستان کې د ترهګرو کمپونه او د نشه ایزو موادو تولید د سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.