-
جاپان د افغانستان له روغتیايي برخې سره ۳ میلیونه ډالره مرسته وکړه
Jan 15, 2026 08:52د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، جاپان د افغانستان په کچه د حیاتي روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او رواني ـ ټولنیز ملاتړ د پیاوړتیا لپاره ۳ میلیونه ډالره مرسته کړې.
-
طالبانو په افغانستان کې شاوخوا ۲۱ زره دیني مدرسې جوړې کړي دي
Jan 15, 2026 08:32د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد، د جنورۍ په ۱۲مه په کندهار کې په یوه دینې مدرسه کې د وینا پر مهال وویل چې په دې مدرسو کې نږدې دوه نیم میلیونه کسان د دیني علومو په زده کړو بوخت دي.
-
د طالبانو خارجه وزارت له هند سره د اړیکو پياوړتیاته لومړیتوب ورکوي
Jan 15, 2026 02:11طالبانو ویلي چې له هندوستان سره د اړیکو پیاوړې کول د دې ډلې په بهرني سیاست کښې شامل دي.
-
هند د ایران له لارې د افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د ودریدو ګنګوسې بې ځایه وبللې
Jan 14, 2026 13:56هند هغه راپورونه چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي چې ګواکې نوې ډهلي اوس لپاره د ایران له لارې خپل تجارتي اړیکې له کابل سره پرې کړي، بې ځایه وبللې او دا یې ناسمې او غلوونکې وبلل.
-
کابل له نويډهلي سره د اړیکو د پراختیا په لټه کې دی
Jan 14, 2026 02:39د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي په ټولنیزو چینلونو کې له نويډهلي سره د اړیکو د پراختیا یادونه کړې او ویلي ئې دي چې له هند سره د اړیکو پیاوړتیا د کابل د بهرنۍ پالیسۍ یو مهم لومړیتوب دی.
-
پاکستان د بند پاتې افغان ترانزیټي توکو صادرېدو ته اجازه ورکړه
Jan 13, 2026 11:51د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، هغه افغان ټرانزیټي توکي چې اوس مهال کراچۍ او ګوادر بندرونو اومختلفو کرښو کې بند دي، د صادرولو اجازه ورکوي.
-
د افغانستان په ختیځ کې د زړې مرمۍ د چاودنې له امله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Jan 10, 2026 03:52د افغانستان په ختیځ کې د زړې مرمۍ د چاودنې له امله ۲ کسان مړه او ۸ نور هم ټپیان شوي دي.
-
طالبانو د تخار په اعتراضاتو کښې د ۴ کسانو وژله تایید کړه
Jan 08, 2026 02:31طالبانو ویلي چې د تخار ولایت په اعتراضونو کښې څلورو کسانو سرونه بایلل.
-
د افغانستان د سوداګرۍ کچه 13.9میلیارډ ډالرو ته ورسېده
Jan 07, 2026 01:58په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د سوداګرۍ ټولیزه اندازه ، سره له دې چې ګڼ خنډونه موجود وو ، ۱۳٫۹ میلیارډ ډالرو ته ورسېده او صادرات او واردات دواړه زیات شول.
-
یونیسف: زرګونه افغان ماشومان لا هم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري
Jan 06, 2026 01:56د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف ویلي چې تېره میاشت په افغانستان کې شاوخوا ۱.۲ میلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ لپاره معاینه شوي، چې له دې ډلې نږدې ۳۳ زره ماشومانو درملنه ترلاسه کړې؛ خو لا هم ۸۵۷ زره ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.