ایران ته د افغانستان صادرات په بې ساري ډول زیات شوي
May 18, 2026 13:06 Asia/Kabul
د ایران اسلامي جمهوریت د سویلي خراسان والي سید محمد رضا هاشمي ویلي چې له افغانستان څخه ایران ته د وارداتو کچه په وروستیو میاشتو کې نږدې۸۵۰ سلنه لوړه شوې ده.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییوي امر، محمد یوسف امین ویلي، چې ایران ته د افغانستان صادرات زیات شوي او تر ډېره معدني توکي، نوشابې، وچه مېوه، طبي بوټي او پنبه ایران ته صادریږي.
ایراني بازارونو ته د افغانستان د تولیداتو نږدې والی د صادراتو د زیاتوالي یو مهم فرصت بلل کېږي.
شنونکي وایي چې د سوداګریزو محدودیتونو په ترڅ کې د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي اړیکې او د صادراتو توازن د پراختیا په حال کې دی.
ټیګونه