تهران کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي
May 18, 2026 13:02 Asia/Kabul
په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني د ایران د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو مرکز له مرستیال سید تقي قایمي سره لیدلي دي.
په تهران کې د افغانستان سفارت وايي چې په دې کتنه کې د افغان کډوالو پر ستونزو، په ځانګړې توګه د امایش کارت لرونکو لپاره د روغتیايي بیمې د ورکړې پر څرنګوالي خبرې شوې دي.
همدارنګه په دې لیدنه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او د همکارۍ د پراختیا پر اړتیا هم ټینګار شوی دی.
ټیګونه