-
طالبانو ننګرهار کې دوه خبریالان زنداني کړي
Aug 11, 2023 08:56په افغانستان کې د خبریالانو څخه د ملاتړ ټولنه وایي، چې طالبانو تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې د کلید په نوم د سیمه ییزې راډیو مدیر او یو تن خبریال بندیان کړي دي.
-
ترافیکي پېښو له امله نږدې ۳ زره تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
Aug 11, 2023 08:45د افغانستان سرپرست حکومت چارواکي وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې د هېواد په کچه د ترافیکي پېښو له امله ۹۲۳ تنه وژل شوي او ۲۰۱۹ تنه ټپيان شوي دي.
-
په کندز ولایت کې ترافيکي پېښي نږدي ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
Aug 10, 2023 14:18د افغانستان په شمالي کندز ولايت کې ترافيکي پېښه رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې ۴۶ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. نور معلومات زموږ د همکار نعمت الله افغان په راپور کې واورئ
-
طالبانوله افغان کډوالو سره د ترکیې د ښه چلندغوښتنه وکړه
Aug 11, 2023 02:08د افغانستان د ريیس الوزرا د مرستیال دفتر ویلي چې ده د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کې په مختلفو سیاسي ، اقتصادي ، او سیمه ایزو مساییلو سربیره په ترکیه کې د کډوالو د وضعیت په اړه خبرې اترې کړي دي .
-
ننګرهار کې د الفت په نوم یوې سیمه ایزې راډیو په فعالیت پیل وکړ
Aug 10, 2023 07:40په داسې حال کې چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د رسنیو فعالیت کم شوی او یا د ګڼو ستونزو له امله له سقوط سره مخ شوي دي، خو د دې راډیو فعالېدل بیا یو ښه خبر ګڼل کېږي. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ.
-
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې میلیونونو خلکو ته د بشري مرستو د کمولو خبرداری ورکړی دی
Aug 10, 2023 11:24په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند خبرداری ورکړی، چې که غوښتل شوې مرستې ورته ونه رسېږي، نو د میلیونونو خلکو مرستې به پرې کړي.
-
ترکي پانګوالو د نفتو او ګازو په استخراج کې د پانګونې غوښتنه کړې
Aug 10, 2023 07:25يو شمېر ترکي پانګوالو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور سره په ليدنه کې د کانونو په استخراج کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
-
طالبانو يو ځل بيا په پاکستان کې د امنیتي وضعیت په اړه د دې هېواد د چارواکو تورونه رد کړي
Aug 09, 2023 11:25د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې افغانستان له اوږدو جګړو څخه راوتلی هېواد دی او په بل هېڅ هېواد، په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو کې نا امني نه غواړي. نور حال زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپو کې واورئ
-
روسیې په افغانستان کې پانګونې ته چمتوالی وښود
Aug 09, 2023 08:54د افغانستان د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د روسیې د سوداګرۍ پلاوي په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د چمتوالي ډاډ ښودلی.
-
د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال ترکیې ته تللی
Aug 09, 2023 08:53په افغانستان کې د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر چې ګڼ شمېر مسؤلین یې هم ملتیا کوي، ترکیې ته تللی دی.