طالبانوله افغان کډوالو سره د ترکیې د ښه چلندغوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136964-طالبانوله_افغان_کډوالو_سره_د_ترکیې_د_ښه_چلندغوښتنه_وکړه
د افغانستان د ريیس الوزرا د مرستیال دفتر ویلي چې ده د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کې په مختلفو سیاسي ، اقتصادي ، او سیمه ایزو مساییلو سربیره په ترکیه کې د کډوالو د وضعیت په اړه خبرې اترې کړي دي .
(last modified 2023-08-10T21:40:23+00:00 )
Aug 11, 2023 02:08 Asia/Kabul
  • طالبانوله افغان کډوالو سره د ترکیې د ښه چلندغوښتنه وکړه

د افغانستان د ريیس الوزرا د مرستیال دفتر ویلي چې ده د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کې په مختلفو سیاسي ، اقتصادي ، او سیمه ایزو مساییلو سربیره په ترکیه کې د کډوالو د وضعیت په اړه خبرې اترې کړي دي .

 

د افغانستان د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادرچې د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته تللی د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره په کتنه کې له افغانستاني کډوالو سره د ترکیې د مامورانو د ښه چلند غوښتنه وکړه .

د افغان غږ خبری اژانس له راپور سره سم د افغانستان د  ريیس الوزرا د مرستیال دفتر ویلي چې ده د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کې په مختلفو سیاسي ، اقتصادي ، او سیمه ایزو مساییلو سربیره په ترکیه کې د کډوالو د وضعیت په اړه خبرې اترې کړي دي .

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت تراوسه پورې د ښاغلیو ملابرادر او فیدان د کتنې په اړه څه نه دي ویلي.

ملا عبدالغني برادر د سې شنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیه ته لاړ.