-
د افغانستان په ځينو ولايتونو کي په راتلونکو ۳ ورځو کې د سېلابونو اټکل شوی
Jul 23, 2023 12:10د اوبو او برښنا وزارت د افغانستان د سينديزو حوزو په ځينو سيمو کې د زمري د مياشتي له لومړۍ تر درېیمې نېټي د اوبو د کچي لوړوالي او د سېلابونو اټکل کړی. دغه وزارت خبر ورکړی چي د هلمند او کابل په حوزو کې د ناڅاپي اورښتونو له امله د سېلابونو ډېر اټکل شوی دی. نور حال زموږ د همکار نعمت الله په راپور کې واورئ
-
په افغانستان کې دې د محرم د دستورو درست محدودیّتونه دې ختم شي
Jul 23, 2023 08:56د افغانستان اهل تشیّع مشران په دغه هیواد کې د طالبانو له خوا د محرم الحرام د شپو ورځو د دستورو په مناسبت د لګول شوو درستو محدودیّتونو دختمولو غوښتونکي شول.
-
د نړۍسرې میاشتې ادارې دافغانستان سرې میاشتې ټولنې سره مرسته وکړي
Jul 23, 2023 08:34د افغانستان د سرې میاشتې د ټولنې سرپرست د ترکیې ،قطر،انګلستان،آستریلیا، کینیډا،جرمني ،ناروې ،فنلینډ،ډنمارک او ترکیې هیوادونو دسرو میاشتو له مسئولانو په ګډې ناستې کې زیاته کړه ،افغانستان کلونه کیږي چې له انساني او اقتصادي ناؤرین سره لاس او ګریوان دی او په ډيرو زمینو کې مرستو ته اړتیا لري.
-
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال د ازبیکستان له سفير سره لیدلي
Jul 23, 2023 12:48د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شیرمحمد عباس ستانکزی د ازبکستان له سفير خواجه شادمانوف سره په کابل کې لیدلي او د دواړو لورو د اړيکو په پراختيا په اړه یې خبرې اترې وکړي.
-
د محرم شپو ورځو د امنیت په موخه کابل کې ۱۳ زره امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي
Jul 23, 2023 08:23د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د ریاست الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدنه کړې.
-
د کابل والي د دې ولایت له یوشمېر تکیه خونو څخه لیدنه وکړه
Jul 23, 2023 08:14د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد او د دې ولایت د امنیه قومندانۍ مرستیال مولوي ابراهیم د محرم په میاشت کې د کابل ښار له یو شمېر تکيه خانو څخه لیدنه وکړه.
-
اوسنیو شرایطو کې د نوي حکومت جوړولو لپاره خبرو یا کومې هوکړې ته اړتیا نشته
Jul 23, 2023 03:13زمونږخبریال راپور راکړی په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع چارسمبالی وزير مولوي محمد يعقوب وايي، افغانستان کې داسې څوک نشته چې دوی ورسره د روغې جوړې خبرې وکړي او د اوس لپاره د یوه ټول ګډوني حکومت جوړولو او په اړه یې خبرو ته اړتیا نشته.
-
داعش ترهګره ډله د امریکا لخوا ملاتړ لري
Jul 23, 2023 02:02داعش ترهګره ډله دامریکا لخوا ملاتړ لري
-
طالبانود اروپایی ټولنې د بندیزونو پریکړې ته غبرګون وښوده
Jul 22, 2023 10:18د طالبانو سرپرست حکومت د اروپایې ټولنې د بندیزونو پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي چې ددوی دغه اقدام هيڅ لوري ته ګټه نه لري
-
پاکستان دې افغان بندیان خلاص او ټي ټي پي سره سوله وکړي
Jul 22, 2023 09:39مولوي کبیر دغه راز پاکستان ته د دوی خلاف د افغان خاورې د نه کارول کیدو ډاډ ورکړی.