داعش ترهګره ډله د امریکا لخوا ملاتړ لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136068-داعش_ترهګره_ډله_د_امریکا_لخوا_ملاتړ_لري
داعش ترهګره ډله دامریکا لخوا ملاتړ لري
(last modified 2023-07-22T23:26:13+00:00 )
Jul 23, 2023 02:02 Asia/Kabul
  • داعش ترهګره ډله د امریکا لخوا ملاتړ لري

داعش ترهګره ډله دامریکا لخوا ملاتړ لري

د کابل والي محمد قاسم خالد پرون له «طلوع نیوز» ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل دښمن نه غواړي چې د افغانستان مظلوم ملت ارامه ووسي او له دې کبله په بیلابیلو طریقو او رودو سره یې په افغانستان کښې د داعش په شمول ځینې فتنې رامینځته کړي دي.

خالد وویل داعش ډله د یوې فتنې په توګه د امریکا لخوا جوړه کړې شوي ده او هدف یې د افغانستان امنیت او ثبات ته ګوزار ورکول دي.

د کابل والي دغه راز د امریکا د بې پایلوټه الوتکې لخوا د کابل ښار په شیرپور سیمه کښې د القاعده ترهګرې ډلې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدا په ردولو سره وویل په کابل کښې د القاعده ډلې د مشر د وژل کیدا په هکله هیڅ سند نشته.

د طالبانو د حکومت دغه چارواکي ټینګار وکړ په کابل کښې د ایمن الظواهري د وژل کیدا په هکله د امریکا د ادعا هدف د افغانستان ناامنه ښودل دي.

امریکا تیر کال ادعا کړي وه چې په بې پایلوټه الوتکې سره یې د کابل په شیرپور سیمه کښې د القاعده ترهګرې ډلې مشر ایمن الظواهري وژلی دی.