اردوغان: اسرائیل په سیمه کې د اوسنۍ جګړې عامل دی
-
رجب طیب اردوغان، د ترکیې ولسمشر
پارستودي- د ترکیې ولسمشر له الجزیرې شبکې سره په مرکه کې اسرائیل په سیمه کې د جګړې اصلي عامل او پیل کوونکی بللی دی.
د پارستودي د راپور له مخې، چې د صدا او سیما خبري اژانس په حواله یې خپور کړی، رجب طیب اردوغان له الجزیرې شبکې سره په مرکه کې د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د «مکې» دفاعي هوکړې ته په اشارې سره وویل چې دغه هوکړه یوازې په دغو دریو هېوادونو پورې محدوده نه ده او مصر او نور هېوادونه هم کولی شي، که وغواړي، له دې هوکړې سره یوځای شي.
رجب طیب اردوغان همداراز اسرائیل په سیمه کې د اوسنۍ جګړې اصلي عامل وباله او له سوریې څخه یې د ترکیې پر دوامدار ملاتړ ټینګار وکړ.
د ترکیې ولسمشر د ایران د جګړې په اړه هم وویل چې انقره «په مطلق ډول» په سیمه کې د جګړې مخالف دی او له سولې ملاتړ کوي.
نوموړي په عین حال کې ټینګار وکړ چې اسرائیل د جګړې اصلي عامل او اصلي لوبغاړی دی او تلابیب تل د جګړې انتخاب هڅولی دی؛ هغه موضوع چې د اردوغان په وینا، د سیمې هېوادونو ته یې درانه لګښتونه اړولي دي.