د ننګرهار مرکزي زندان کې د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې + غږیز راپور
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i176730-د_ننګرهار_مرکزي_زندان_کې_د_پهلوانۍ_سیالۍ_ترسره_شوې_غږیز_راپور
د ننګرهار مرکزي زندان کې د طالبانو واک ته د رسېدو د پنځمې کالیزې په مناسبت د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې، چې زندانیانو پکې ښه وځلېدل.
(last modified 2026-08-17T10:54:25+00:00 )
Aug 17, 2026 15:15 Asia/Kabul

د ننګرهار مرکزي زندان کې د طالبانو واک ته د رسېدو د پنځمې کالیزې په مناسبت د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې، چې زندانیانو پکې ښه وځلېدل.

د زندان چارواکي وایي، دا ډول ورزشي سیالۍ د زندانیانو پر روغتیا او رواني وضعیت مثبت اغېز کوي او د هغوی د فکري رغونې زمینه برابروي. چارواکي زیاتوي، هغه زندانیان چې په سیالیو کې یې ښه وړتیا ښودلې، له خوشې کېدو وروسته به د ولایت او هېواد په کچه د پهلوانۍ په ډګر کې فعال شي.

یو شمېر زندانیانو هم د ورته سیالیو د دوام او په زندان کې د منظم ورزشي مرکز د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د ننګرهار د المپیک، ورزش او بدني روزنې ادارې وایي، د طالبانو واک ته د رسېدو د پنځمې کالیزې په مناسبت په جلال‌اباد ښار او یو شمېر ولسوالیو کې بېلابېلې ورزشي سیالۍ او نندارې هم ترسره کېږي.