-
ځینو قومي مشرانو د کانونو او پټروليم وزارت له سرپرست سره خپلي ستونزې شریکې کړې
Jul 20, 2023 13:46د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شيخ شهاب الدين دلاور د هېواد د څلورو ولايتونو له قومي مشرانو سره وليدل.
-
په افغانستان کې به د محرم په شپو ورځو کې بشپړ امنیت ټينګ وي
Jul 20, 2023 12:25د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير ټولو اړونده ارګانونو ته سپارښتنه کړې، چې د محرم الحرام په شپو ورځو کې دې له اهل تشيع وروڼو سره د امنيت او ښې همغږۍ په رامینځته کولو کې هڅې وکړي.
-
د افغانانو د ستونزو په حل کې د افغانستان د ګاونډیانو رول مهم دی
Jul 20, 2023 03:51د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړى استازى به کابل او تهران ته د خپل سفر په ترڅ کې د متقابل عمل د نویو حل لارو او له ګډو ننګونو سره د مقابلې پر څرنګوالي له نږدې خبرې وکړي.
-
د افغانستان شیعه عالمانو شورا د محرم پر مراسمو د لگول شویو محدودیتونو پر بیاکتنې ټینګار وکړ
Jul 19, 2023 13:28د افغانستان د شیعه علماوو شورا تاییدوي چې طالبانو د محرم پر مراسمو یو لړ محدوديتونه لګولي دي. د شیعه علماوو شورا په یوه غونډه کې د طالبانو بندیزونه نه دي منلي او د دې ستونزې د حل لپاره یې یو پلاوی ټاکلی چې د دوی پیغام ورسوي او له طالب چارواکو سره خبرې وکړي. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
افغانستان، ازبکستان او پاکستان د اورګاډي موافقه وکړه
Jul 19, 2023 12:04تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د پاکستان او د ازبکستان چارواکو د افغان ټرانز د اورګاډي د پټلۍ د پروژې د اجرا په هکله موافقه وکړه.
-
د افغانستان شیعه مسلمانان د محرم مراسمو ته چمتو دي
Jul 19, 2023 11:31طلوع نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د کابل د لویدیځ د اهل تشیع علماو شورا په هیواد کښې د حسیني (ع) محرم د مراسمو په کامل ډول د ترسره کولو لپاره چمتووالی اعلان کړ.
-
د محرم میاشتې د ماتم په مراسمو د محدودیت په لګولو کښې د طالبانو د بیاکتنې ضرورت:-
Jul 19, 2023 10:27د افغانستان د شیعه علماو شورا په طالبانو غږ وکړ چې د محرم د میاشتې د ماتم د مراسمو د ترسره کولو لپاره د ځینو محدودیتونو د لګولو په هکله بیا کتنه وکړي.
-
د افغانستان طالبانو خپل حکومت پراخ بنسټه وباله
Jul 19, 2023 08:34شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي خپل حکومت له نورو حکومتونو څځه زیات پراخ بنسټه وباله.
-
د افغانستان په شمالي سیمه کې د بیا روغولو کارونه روان دي
Jul 19, 2023 08:02د افغانستان په شمال پنجشېر ولايت کې د ټولګټو چارو ریاست له لوري د ياد ولایت اړوند د عمومي سړک د بیا رغولو کار پیل شوي. زموږ د همکار نعمت الله افغان راپور ته غوږ شئ
-
د افغانستان په پکتيکا ولايت کي به نږدې ۱۴۰۰ کورنيو ته د څښاک اوبه برابري شي
Jul 19, 2023 07:54د ياد ولايت د کليو بيا رغونې او پراختيا رياست چارواکو خبر ورکړی چي په دغه ولايت کې د څښاک اوبو دپنځه شبکو د جوړېدلو چاري پيل شوې. نور حال زموږ د همکار نعمت الله افغان په راپور کې واورئ