د افغانستان شیعه مسلمانان د محرم مراسمو ته چمتو دي
طلوع نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د کابل د لویدیځ د اهل تشیع علماو شورا په هیواد کښې د حسیني (ع) محرم د مراسمو په کامل ډول د ترسره کولو لپاره چمتووالی اعلان کړ.
له افغانستان څخه رسیدلي راپورونه وايي چې د طالبانو حکومت په هیواد کښې د محرم د میاشتې د مراسمو لپاره یوشمیر محدودیتونه لګولي دي.
د کابل د لویدیځ د اهل تشیع د علماو د شورا ویاند علي علي زاده وویل مونږ ته نه دي ویل شوي چې په دغه ځاې کښې د محرم مراسم ترسره نکړو بلکې یوازې سپارښتنه شوي ده په هغو ځایونو کښې چې ضروري نه دي که چیرې دروازې او سقا خانې جوړې نشي نو ښه خبره ده.
د افغانستان د اهل تشیع د علماو د شورا مرستیال محمد حسن صالحي وویل طالبانو په رسمي ډول ویلي دې چې اهل تشیع په ازادۍ سره د محرم مراسم کولای او په دې زمینه کښې هیڅ محدودیت نشته.
د کابل یوه وسیدونکي محمد حسن وویل مونږ له طالبانو غواړو چې د محرم د ماتمیانو امنیت تامین کړي چې دغه مراسم په ښه ډول وشي.