-
د طالبانو حکومت د محرم د لسيزې يا عاشورا مراسمو لپاره د امنیتي تدابیرو د نیولو خبر ورکړی
Jul 18, 2023 08:04د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د محرم په مراسمو کې د اهل تشیع هېوادوالو آزادي پر خپل ځای ده او دوی يې ممانعت نه کوي. نور معلومات زموږ د خبریال فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
د مرمر ډبرو پر تولید او پروسس د لوړې مالیې لګېدو په تړاو د کارخونو لرونکو شکایت
Jul 18, 2023 07:53په ننګرهارکې د مرمر ډبرو د پروسس او تولید فابریکو خاوندان وایي چې پر دوې لګول شوې لوړه مالیه او له پاکستان څخه د مرمر ډبرو راوړلو د دوې پر کاروبار ناوړه اغیز کړې ده. نور حال زموږ د خبریال محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
په غزني ولایت کې یو شمېر د وچې ډوډۍ پخلنځي وتړل شول
Jul 18, 2023 11:37د غزني ولایت د ښاروالۍ ریاست له لوري دری (۳) بابه هغه د ډوډۍ پخلنځي وتړل شول کوم چې د ډوډی وزن یې له ټاکل شوې اندازې څخه کم وو. نور حال زموږ د همکار نعمت الله افغان په راپور کې واورئ
-
د سمنګان ولایت تاریخي سیمو ته د بهرنیو سیلانیانو تګ راتګ زیات شوی
Jul 18, 2023 09:30د افغالنستان د سمنګانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو ویلي چې د دغه ولایت تاریخي سیمو په ځانګړې توګه تخت رستم ته د بهرنیو سیلانیانو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي.
-
طالبانو د کانکور په آزموينه کې د نجونو له ګډون څخه مخنیوی کړی
Jul 18, 2023 09:11د طالبانو تر مديريت لاندي د آزموينو ملي ادارې اعلان کړی، چې سږ کال د کانکور په ازموينه کې يوازي هلکان ګډون کوي.
-
د محرم په مياشت کې به په کابل کې بشپړ امنيت ټينګ وي
Jul 18, 2023 08:59د کابل والي شيخ محمد قاسم خالد له بېلابېلو بنسټونو سره په مشورتي ناسته کې ویلي، چې د محرم په مياشت کې به په کابل کې بشپړ امنيت تامين وي.
-
کندوز کې سږ کال د خټکیو حاصلات څو برابره ډېر شوي
Jul 18, 2023 08:44د افغانستان په کندوز ولایت کې سږ کال د خټکیو حاصلات شل سلنه زیات شوي دي.
-
محمد حسن اخوند بیرته واک ته ورستون شوی
Jul 18, 2023 02:08زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د حکومت پخوانی مشر ملا محمد حسن اخوند له دوې میاشتې ځنډ وروسته یوځل بیا واک ته ورستون شو.
-
د افغانستان د خلکو په ګډون سره د امامباړو امنیت تامینیږي
Jul 18, 2023 01:49تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي ټینګار وکړ د روان کال په محرم میاشت کښې به د جوماتونو او د امامباړو امنیت د خلکو په مشارکت سره تامین شي.
-
د هلمند خلکو د ښوونځیو په نشتون باندې اعتراض وکړ
Jul 18, 2023 01:39طلوع نیوز ټیلي ویژن راپور ورکړ د افغانستان د هلمند ولایت خلکو د درملنې د مرکزونو او د ښوونځیو په نشتون اعتراض وکړ.