محمد حسن اخوند بیرته واک ته ورستون شوی
Jul 18, 2023 02:08 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د حکومت پخوانی مشر ملا محمد حسن اخوند له دوې میاشتې ځنډ وروسته یوځل بیا واک ته ورستون شو.
د افغانستان د طالبانو د حکومت مرستیال بلال کریمي پرون وویل ملا محمد حسن اخوند د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخوند زاده په حکم کابل ته ورستون شوی چې د کابینې د مشر په توګه خپلې دندې له سره پیل کړي.
کریمي وویل ملا محمد حسن اخوند په قندهار کښې د درملنې او د استراحت کولو د پړاو له تیرولو وروسته اوس کابل ته ورستون شوی.
په تیرو دوو میاشتو کښې د طالبانو د حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابینې د سرپرستۍ مسوولیت پرغاړه درلود.
ټیګونه