کندوز کې سږ کال د خټکیو حاصلات څو برابره ډېر شوي
د افغانستان په کندوز ولایت کې سږ کال د خټکیو حاصلات شل سلنه زیات شوي دي.
د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې تېر کال د طبیعي پېښو له امله د خکټیو د کښت ساحه کمه شوې خو حاصلات یې زیات شوي دي.
د دې ولایت کروندګر هم په دغه ولایت د خټکیو د حاصلاتو زیاتوالي ته خوښ دي، خو له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د دوی محصولاتو ته بازار موندنه وکړي.
کروندګر وايي، چې سږ کال وچکالي او د اوبو کمښت د دې لامل شوی چې د خټکیو حاصلات له وخته مخکې پاخه شي.
د یادونې وړ ده چې په کندز ولایت کې له شلو ډولونو ډېر خټکي(خربوزې) کرل کېږي چې مختلف نومونه لري لکه عسقلاني، ارکاني، زرمتین، جیم تور، ګرګک، ګرمه، زنبورچه ،دانیاري، جاروفي ،قندک، اندلک، شین مغزۍ، مجري، کندلانتور، بوري کله، او غازې خاني.
چې له دې جملې څخه د زرمتین، غازي خاني او عسقلاني خټکي یې له ځانګړي خوند او شهرت څخه برخمن دي.