-
یوازې په فاریاب کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې درې تنه مړه او ۲۳۰ نور ټپیان شوي
Jul 04, 2023 09:46د افغانستان په فاریاب ولایت کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې د ترافیکي پېښو په پایله کې ۳ تنه مړه او ۲۳۰ نور ټپیان شوي دي.
-
د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي په کابل کې د چين له سفير وانګ يو سره لیدلي
Jul 04, 2023 07:31د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوريو پر يو لړ سياسي او اقتصادي مسايلو خبرې کړي.
-
په ادارو کښې دې د انګریزۍ پر ځاې پښتو کلمات وکارول شي
Jul 04, 2023 04:15د افغانستان د طالبانو مشر د دغه هیواد په اداراتو کښې د انګریزي کلماتو پر ځاې د پښتو الفاظو د کارولو غوښتنه وکړه
-
افغانستان کښې د کوکنارو تولید ډیر کم شوی دی
Jul 04, 2023 04:11د انګلستان ټیلی ګراف ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د نشه ایزو موادو تولید د طالبانو د اقداماتو په وجه اتیا فیصده کم شوی او دا په دې برخه کې د انسانیت په تاریخ کې تر ټولو کامیابه مبارزه ده.
-
د افغانستان په ځینو ولایتونو کښې د سیلاب خبرداری ورکړی شو
Jul 04, 2023 03:55د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د روانې مياشتې له ۱۳ څخه ۱۵نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
-
د طالبانو رئیس الوزراء د تېر حکومت له یو شمېر جنرالانو او د پوځ له قوماندانانو سره لیدنه کړې، نور جزئیات زموږ د همکار په راپور کې واورئ
Jul 03, 2023 11:08د طالبانو د ریاستالوزراء سرپرست مولوي عبدالکبیر د ارګ په سپیدار ماڼۍ کې د پخواني حکومت له یو شمېر جنرالانو او د قول اردو له قومندانانو سره په کتنه کې دوی ته ډاډ ورکړ، چې په هېواد کې پخوانيو پوځيانو او سیاسي څېرو ته هېڅ ګواښ نهشته.
-
د طالبانو او چین چارواکو د اقتصادي او سیاسي اړیکو په پياوړتیا ټینګار وکړ
Jul 04, 2023 01:22د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي په کابل کې د چين له سفير وانګ يو سره لیدلي.
-
د افغانستان په وروستیو سېلابونو کې د یوه افغان د ژغورلو هڅه شوې
Jul 03, 2023 10:47په دې وروستیو کې سېلابونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. په دې فلم کې چې په ټولنیزو پاڼو کې خپور شوی، لیدل کېږي چې په پکتیا ولایت کې یو افغان چې په سېلاب کې له موټر سره بند پاتې دی، د سیمې د اوسېدونکو له لوري ژغورل کېږي.
-
ننګرهار کې د زړو افغاني بانکنوټونو شتون اوس هم د پلورونکو او پېرېدونکو تر منځ د شخړو او سرخوږي لامل دی، په دې اړه زموږ د همکار راپور ته غوږ شئ
Jul 03, 2023 07:45چارواکي وایي، ځينې بانکنوټونه چې تازه چاپ او بانګ ته رسېدلي، بازار ته د وړا ندې کولو پروسه یې پیل شوې، چې ورسره به داستونزه هواره شي.
-
ننګرهار کې زرګونو کسانو د اختر په ورځو کې د دې ولایت له لرې پرتو تاریخي او تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې ده، بشپړ راپور دلته واورئ
Jul 03, 2023 07:34چارواکي وايي چې په هېواد کې د سراسري امنیت ټینګښت کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د دغو سیمو د لیدو زمینه برابره کړې ده.