-
افغانستان کښې د پاسپورټونو د ویشلو ستونزه حل شوي
Jun 05, 2023 00:14صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د اداري او د فني مشکلاتو په ختمیدا سره په افغانستان کښې د پاسپورټونو ویشل هره میاشت یولکو ته ورزیات شول.
-
د موټرو د سرعت د کنترولولو سېستم فعال شوی
Jun 04, 2023 11:20د افغانستان په لغمان ولایت کې مسؤلین وایي، چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه یې د موټرو د سرعت د کنټرولولو سېستم فعال کړی.
-
افغانستان کې د میاشتې تر سل زرو زیات پاسپورټونه ویشل کیږي
Jun 04, 2023 11:08په افغانستان کې چارواکي وايي، د پاسپورټ عمومي ریاست له لورې هره میاشت افغانانو ته څه باندې سل زره جلده پاسپورټونه ورکول کیږي.
-
د پاکستان د وروستۍ سوداګریزې طرحې په اړه په افغانستان کې غبرګونونه
Jun 04, 2023 06:15په داسې حال کې چې پاکستان له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی، له درېیو هېوادونو افغانستان، ایران او روسیې سره يې د جنس په جنس سوداګرۍ طرحه جوړه کړې ده.د یادې طرحې پربنسټ به پاکستان له نورو هېوادونو سره سوداګري د پیسو په بدل کې نه بلکې، جنس به صادروي او په بدل کې به یې جنس واردوي.
-
کوڅو ډبو سپیو د جلال اباد ښار خلک اندیښمن کړي دي
Jun 04, 2023 03:04زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د کوڅه ډبو او لیونیو سپیو ډیرښت ښاریان اندیښمن کړي او له چارواکو یې د مخنیوي غوښتنه کوي.
-
طالبانو د فارسۍ ژبې په ټکو بندیز ولګاوه
Jun 04, 2023 00:44شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان طالبانو د نویو قوانینو په اجرا کولو سره په پوهنتونونو کښې د ځینو فارسۍ ټکیو په کارولو بندیز ولګاوه.
-
ازبکستان د افغانستان په بشري حالت اندیښنه وښودله
Jun 04, 2023 00:34شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایف په افغانستان کښې د بشري حالت په خرابیدا اندیښنه څرګنده کړه.
-
په ننګرهار کې خصوصي سکتور د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت محافظتي دیوال جوړوي
Jun 03, 2023 08:58چارواکي وایی، د ننګرهار کانال شرکت اړوند کرنیزو ځمکو د تخریب د مخنیوي په موخه یې د خصوصي سکتور په ۱۲ میلیونه افغانیو مالي لګښت د محافظتي پولې د جوړولو چارې پیل کړي چې په ترڅ کې به یې د ځایي خلکو او کانال اړوند شاوخوا ۵ زره جریبه ځمکه د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.
-
چارواکي وايي، د ۱۴۰۲ مالي کال بودجه توشیح شوې ده او په نږدې راتلونکې کې به اجرا شي.
Jun 03, 2023 08:54په افغانستان کې د طالبانو وياند ذبیحالله مجاهد وايي: ياده بودجه د نوي مالي کال له پېلېدو څه باندې دوه میاشتې وروسته د طالبانو د مشر ملا هبت الله آخوند لخوا توشيح شوې ده.
-
د افغانستان په ټولو زونونو کې معیاري سړې خونې جوړېږي
Jun 03, 2023 08:07د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، چې د کروندګرو د حاصلاتو د ساتنې په موخه د دې هېواد په ټولو زونونو کې سړې خونې او معیاري تولیدي کارخونې جوړوي.