افغانستان کښې د پاسپورټونو د ویشلو ستونزه حل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133940-افغانستان_کښې_د_پاسپورټونو_د_ویشلو_ستونزه_حل_شوي
صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د اداري او د فني مشکلاتو په ختمیدا سره په افغانستان کښې د پاسپورټونو ویشل هره میاشت یولکو ته ورزیات شول.
(last modified 2023-06-04T19:49:27+00:00 )
Jun 05, 2023 00:14 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د پاسپورټونو د ویشلو ستونزه حل شوي

صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د اداري او د فني مشکلاتو په ختمیدا سره په افغانستان کښې د پاسپورټونو ویشل هره میاشت یولکو ته ورزیات شول.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د پاسپورټ د ادارې مشر عبدالکریم حسیب په کابل او نورو ولایتونو کښې د پاسپورټونو د ویشل کیدا په لاره کښې  د اداري او د فني مشکلاتو د ختمیدا په تائیدولو سره وویل په متوسطه توګه هره میاشت د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کښې په خلکو باندې یولک پاسپورټونه ویشل کیږي.

په عین حال کښې د طالبانو د کابینې مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان په خلکو باندې د پاسپورټونو د ویشلو په لاره کښې د موجودو خنډونو په ختمیدا باندې د خوښې په څرګندولو سره وویل د پاسپورټ ترلاسه کول د هر ښاریز حق دی او د هغه د جوړولو لپاره چارواکي باید هر ډول هڅه وکړي.