د ایران پوځ: د امریکا د زوال نښې څرګندې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i176926-د_ایران_پوځ_د_امریکا_د_زوال_نښې_څرګندې_شوې
د ایران د پوځ ویاند، بریدجنرال اکرمینیا وايي، وروستۍ جګړې د امریکا او د ایران د نورو مخالفانو اصلي ماهیت نړیوالو ته لا څرګند کړی او د امریکا د نړیوال نفوذ د کمېدو نښې هم زیاتې شوې دي.
(last modified 2026-08-22T07:49:13+00:00 )
Aug 22, 2026 12:18 Asia/Kabul
  • د ایران پوځ: د امریکا د زوال نښې څرګندې شوې

د ایران د پوځ ویاند، بریدجنرال اکرمینیا وايي، وروستۍ جګړې د امریکا او د ایران د نورو مخالفانو اصلي ماهیت نړیوالو ته لا څرګند کړی او د امریکا د نړیوال نفوذ د کمېدو نښې هم زیاتې شوې دي.

اکرمینیا ایرنا ته ویلي، د وروستیو تجربو له مخې د ایران پوځي له دفاعي حالت څخه د دفاعي او تعرضي وړتیاوو پر لور د بدلون په حال کې ده او هر ډول تېری به سمدستي ځواب کړي.

د هغه په وینا، د ایران ځواب کولای شي د ترسره شوي اقدام له اندازې هم پراخ وي.

نوموړي همداراز په سیمه کې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د یوه خپلواک دفاعي ـ امنیتي جوړښت رامنځته کېدل د امریکا د سیمه‌ییز نفوذ د کمېدو له نښو بللي دي.