افغان توکمه عایشه وهاب د امریکاکانګرس سیالیو ته غوره شوه
پارس ټوډې - عایشه وهاب په نیویارک ښار کې زیږېدلې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړې او خور ئې د خپل مور او پلار له مړینې وروسته لومړی د ماشومانو د سرپرستۍ ادارو تر څارنې لاندې وې او وروسته د کلیفورنیا یوې کورنۍ په فرزندۍ ومنلې.
زمونږ خبریال د تسنیم له قوله راپورراکړ، د امریکاد کلیفورنیا ایالتي سناتوره، افغان الاصله عایشه وهاب د امریکا کانګرس د یوې خالي څوکۍ د ډکولو لپاره په ځانګړو ټاکنو کې بریالۍ شوه.
په راپور کې وئیل شوي دي،د امریکا د ډیموکرات ګوند افغان توکمه غړې عایشه وهاب خپله سیاله ملیسا هرنانډېز ماته کړه او په دې توګه لومړني افغانالاصله امریکایۍ شوه چې د امریکا کانګریس ته بریالۍ کېږي. نوموړې همدارنګه د کلیفورنیا په ایالتي سنا کې له دې مخکې لومړۍ مسلمانه او لومړۍ افغانالاصله امریکایۍ وه چې دې مقام ته رسېدلې وه.
د رویټرز د راپور له مخې، وهاب به د ډیموکرات ګوند د پخواني استازي اېرېک سوالوېل خالي شوې څوکۍ ډکه کړي. سوالوېل د ناوړه جنسي چلند له تورونو سره له مخامخ کېدو وروسته د اپرېل په میاشت کې له خپلې څوکۍ استعفا کړې وه.
د وهاب له بري سره به د کانګرس په استازو جرګه کې د دیموکراتانو څوکۍ ۲۱۳ او د جمهوريپالو ۲۱۸ څوکۍ وي.
عایشه وهاب په نیویارک ښار کې زیږېدلې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړې او خور ئې د خپل مور او پلار له مړینې وروسته لومړی د ماشومانو د سرپرستۍ ادارو تر څارنې لاندې وې او وروسته د کلیفورنیا یوې کورنۍ په فرزندۍ ومنلې.
وهاب په سیاسي علومو کې زدهکړې کړې، د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې یې تخصصي زدهکړې بشپړې کړې او د ټولنیزو چارو/ټولنیزې مرستې (Social Work) په برخې کې ئې پي ایچ دي ترلاسه کړې ده.
د واشنګټن پوسټ او یو شمېر نورو رسنیو د راپورونو له مخې، د «متحدې ډیموکراسۍ پروژې» په نوم یوې اسرائیل پلوې لابي ډلې د اګست له لومړیو راهیسې کابو ۲.۵ میلیون ډالر د وهاب د سیالې، هرنانډېز، د کمپاین د پیاوړتیا لپاره لګولي دي.
که څه هم وهاب په ځانګړو انتخاباتو کې بریالۍ شوه، خو د کانګرس د څوکۍ لپاره د هغې او ملیسا هرنانډېز سیالي لا پای ته نه ده رسېدلې.
ټاکل شوې دواړه کاندیدې په نومبر میاشت کې بیا سره مخامخ شي. د نومبر د ټاکنو ګټونکې به د کانګرس څوکۍ د بشپړ دورې؛ یعني د دوو کلونو لپاره ترلاسه کړي.