-
د قطر په مالي لګښت هلمند کې د دریو پروژو چارې پيل شوې
Mar 28, 2023 14:14د هلمند په بهرامچې ولسوالۍ کې د قطر د شاهي کورنۍ غړي حمد بن عبدالله بن محمد الثاني په مالي لګښت د يوې مدرسې، ښوونځي او روغتيايي مرکز رغولو چارې پيل شوې.
-
د عامو افغانانو په نښه کول وحشی توب او ځيږ اقدام دی
Mar 28, 2023 01:02په افغانستان کې د ملګروملتو د نمایندګۍ دفتر په کابل کې د خارجه وزارت د ودانۍ په وړاندې په پرونۍ ترهه ګرې حملې سخت غبرګون ښودلی او وئيلي ئې دي ،پر عامو افغانو حملې د انسانیّت او نړیوالو قوانینو خلاف ورزي او یو ځيږ اقدام دی .
-
دايکنډي کې د ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي او ۸ نور ټپيان دي
Mar 27, 2023 12:38د دايکنډي د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر ویلي، چې د دغه ولايت د شهرستان ولسوالۍ د غاسور په سیمه کې د يوه تونس ډوله موټر د چپه کېدو له امله د يوې ښځې په ګډون دوه تنه مړه شوي او ۸ نور ټپيان دي.
-
د طالبانو حکومت دفاع وزارت د یوې بلې الوتکې د ترميم او بیا فعالېدو خبر ورکړ
Mar 27, 2023 12:30د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، چې د دغه وزارت د هوايي ځواک قومندانۍ انجنیرانو او تخنیکرانو یوه بله روسي الوتکه ترمیم او الوتنې ته چمتو کړې چې ازمایښتي الوتنه یې هم په بریالیتوب سره ترسره کړې ده.
-
کابل ښاروالۍ تېر کال له څلور میلیارده افغانیو ډېر عواید راټول کړي
Mar 27, 2023 12:25د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمريز کال کې يې څه باندې ۴ میلیارد او ۳۰۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او ۱۱۷۰ جريبه ځمکه چې د یادې ادارې اړوند له غصبه راګرځولې ده.
-
د خواف–هرات ریل پټلۍ د ایران او افغانستان لپاره یوه حیاتي پروژه ده
Mar 27, 2023 12:23د هرات والی د افغانستان له ولس سر ه د اسلامی ایران د مرستو اوملاتړونو په تبیره بیا د خواف-هرات د ریل پټلۍ او اقتصادي پروژو د بشپړولو په قدرونې سره دا ددواړو هیوادونو لپاره یوه حیاتي پروژه وبلله او ددغې پروژې د لازر افتتاح کولو په ضرورت ئې ټينګار وکړ.
-
کابل کې ځآنمرګي برید ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
Mar 27, 2023 11:56کابل کې د بهرنيو چارو وزارت مخې ته نن له غرمې وروسته د ځآنمرګي برید له امله ۶ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
-
په افغانستان کې د جنګ پاتې مهماتو بیا د لسګونوماشومان ژوند واخست
Mar 27, 2023 11:33د یونیسف د اعلامیې په اساس ، په ۲۰۲۲کال کې څه دپاسه اوه سوه ماشومان د باقي پاتې چاودیدونکو مهماتو د چاودیدا په دلیل ن وژل شوي او یا پرکوَټ شوي دي.
-
د افغانستان د طالبانو ډلې د چارواکو په ضد د بندیز د ختمولو غوښته
Mar 27, 2023 10:31د افغانستان د طالبانو موقته حکومت پر ملګروملتو غږ کړی،ددغې ډلې د چارواکو نامې دې له تورلیسټه وباسي.
-
طالبان دډيپلوماټيکونمایندګیو د مسئولیت په ترلاسه کولوپسې دي
Mar 27, 2023 09:47د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت اعلان کړی دی ،د حکومت یوه پلاوي د تاجیکستان په بدخشان ولایت دافغانستان د کنسولګرۍ کتنه کړې ده .