د عامو افغانانو په نښه کول وحشی توب او ځيږ اقدام دی
په افغانستان کې د ملګروملتو د نمایندګۍ دفتر په کابل کې د خارجه وزارت د ودانۍ په وړاندې په پرونۍ ترهه ګرې حملې سخت غبرګون ښودلی او وئيلي ئې دي ،پر عامو افغانو حملې د انسانیّت او نړیوالو قوانینو خلاف ورزي او یو ځيږ اقدام دی .

د افغانستان په کابل کې پرون د خارجه وزارت د ودانۍ په وړاندې په ځان مرګي حملې کې لږترلږه اوه کسان وژل شوي او کابو اتلس نور ټپیان شوي دي چې ځينی ماشومان هم پکې ترسترګو کیږي. دوه میاشتې مخکې هم همدغه ودانۍ د داعشي ترهه ګرو په شیشت کې راغلې وه.
له کابله زمونږخبریال راپور راکړ، په افغانستان کې د ملګروملتو د نمایندګۍ دفتر پرون په یوې اعلامیې کې ووئيل، دعامو خلکو ټارګټ کول د نه منلو وړ او له انساني ارزښتونو سره په توپیر کې اقدام دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یوه پیغام کې ددغې ترهه ګرې حملې په محکومولو سره ووئيل، دغه ترهه ګر اقدام د بشریّت په ضد جنایت او له اسلامي او انساني ارزښتونو سره په توپير کې دی.
د عامو افغانانو په نښه کول وحشی توب دی
په افغانستان کې د ملګروملتو د نمایندګۍ دفتر په کابل کې د خارجه وزارت د ودانۍ په وړاندې په پرونۍ ترهه ګرې حملې سخت غبرګون ښودلی او وئيلي ئې دي ،پر عامو افغانو حملې د انسانیّت او نړیوالو قوانینو خلاف ورزي او یو ځيږ اقدام دی .
د افغانستان په کابل کې پرون د خارجه وزارت د ودانۍ په وړاندې په ځان مرګي حملې کې لږترلږه اوه کسان وژل شوي او کابو اتلس نور ټپیان شوي دي چې ځينی ماشومان هم پکې ترسترګو کیږي. دوه میاشتې مخکې هم همدغه ودانۍ د داعشي ترهه ګرو په شیشت کې راغلې وه.
له کابله زمونږخبریال راپور راکړ، په افغانستان کې د ملګروملتو د نمایندګۍ دفتر پرون په یوې اعلامیې کې ووئيل، دعامو خلکو ټارګټ کول د نه منلو وړ او له انساني ارزښتونو سره په توپیر کې اقدام دی.
دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یوه پیغام کې ددغې ترهه ګرې حملې په محکومولو سره ووئيل، دغه ترهه ګر اقدام د بشریّت په ضد جنایت او له اسلامي او انساني ارزښتونو سره په توپير کې دی.