کابل ښاروالۍ تېر کال له څلور میلیارده افغانیو ډېر عواید راټول کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130192-کابل_ښاروالۍ_تېر_کال_له_څلور_میلیارده_افغانیو_ډېر_عواید_راټول_کړي
د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمريز کال کې يې څه باندې ۴ میلیارد او ۳۰۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او ۱۱۷۰ جريبه ځمکه چې د یادې ادارې اړوند له غصبه راګرځولې ده.
(last modified 2023-03-27T07:57:18+00:00 )
Mar 27, 2023 12:25 Asia/Kabul
  • کابل ښاروالۍ تېر کال له څلور میلیارده افغانیو ډېر عواید راټول کړي

د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمريز کال کې يې څه باندې ۴ میلیارد او ۳۰۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او ۱۱۷۰ جريبه ځمکه چې د یادې ادارې اړوند له غصبه راګرځولې ده.

کابل ښاروالۍ تېر کال له څلور میلیارده افغانیو ډېر عواید راټول کړي

د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمريز کال کې يې څه باندې ۴ میلیارد او ۳۰۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او ۱۱۷۰ جريبه ځمکه چې د یادې ادارې اړوند له غصبه راګرځولې ده.

د کابل ښاروالۍ مسوولینو نن په تېر ۱۴۰۱ لمريز کال کې د خپلو کړنو او لاسته راوړنو اړوند معلومات ورکړل. د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي وویل په تېر ۱۴۰۱ لمريز کال کې ۴ میلیارد ۳۰۶ میلیون ۹۷۵ زره او ۲۰۰ افغانۍ عواید د صفايي او ښاري خدمتونو له درکه ترلاسه کړي دي.

هغه زياته کړه، په ۱۴۰۰ لمريز کال کې د کابل ښاروالۍ د عوایدو کچه یو میلیارد، ۲۸۶ میلیون ۵۷۵ زره او ۳۰۳ افغانۍ وه چې د تېر او وړم کال په پرتله ۷۰ سلنه زیاتوالی ښيي او د عوایدو زياتوالي دليل د عوایدو په راټولولو کې شفافیت یاد کر. نوموړی وايي په تېر ۱۴۰۱ لمريز کال کې ۱۱۷۰ جریب ځمکه چې د کابل ښاروالی اړوند ده د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې له غصبه راګرځولې ده او په دغه تړاو یې ۱۷ دوسیې د څېړنو په موخه لویې څارنوالۍ ته استولې دي.