-
دتورخم بندر په ورځنیو عوایدو کې بې سارې زیاتوالی راغلی دی
Feb 03, 2023 12:47دتورخم بندر په ورځنیو عوایدو کې بې سارې زیاتوالی راغلی دی ..... نورتفصیل یې په دغه راپور کې اوریدلای شئ
-
ایران او افغانستان دفاعي او امنیتی چارې سره پرمخ پوځي
Feb 02, 2023 10:27همدااوس د ایران اسلامی جمهوریت د افغانستان ترټولو لوي تجارتي شریک دی او په تیر یوه کال کې د تجارتي مبادلاتو اندازه په کال کې کابو یو نیم میلیارډ ډالرو ته رسیدلې ده.
-
طالبان: امریکا دې د بندیزونو پر ځای اختلافي مسائل موږ سره د خبرو له لارې حل کړي.
Feb 02, 2023 14:20د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې خپرپاڼه کې د امریکا له لورې پر ځینو طالب چارواکو د ویزو لګولو بندیزونه غندل شوي او ټینګار شوی چې اختلافي مسائل دې د خبرو له لارې حل شي.
-
طالبانو د پاکستان په حکومت نیوکه وکړه
Feb 01, 2023 12:45شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي د پيښور د ترهګرې بم چاودنې په هکله د طالبانو د رټلو په خاطر د پاکستان په حکومت نیوکه وکړه.
-
ننګرهار کې د ۴ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل شوې
Feb 01, 2023 10:53د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر څخه په را لیږل شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې ولایت بهسودو ولسوالۍ په ګلبهار سیمه کې د ۴ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د یو زابر د جوړولو او یو بل د پاکولو چارې پیل شوې.
-
د افغانستان یوشمیر نور بندیان له پاکستان څخه خوشي شوي نور حال دلته واورئ
Feb 01, 2023 10:37د افغانستان یوشمیر نور بندیان له پاکستان څخه خوشي شوي نور حال دلته واورئ
-
کندهار کښې له غواګانو ډیرې شیدې ترلاسه کیږي
Feb 01, 2023 09:49زمونږ خبریال وايي د افغانستان په کندهار ولايت کي هره ورځ شاوخوا (۱۵۰۰۰) ليټره شيدې د غواګانو له فارمونو څخه لاس ته راوړل کېږي .
-
افغانستان زابل ولايت کي د (۹۲۰۰۰) ډالرو په لګښت یو بند جوړ شوی نور تفصیل ته غوږ شئ
Feb 01, 2023 09:36زمونږ خبریال وايي د افغانستان په سهیلي یا جنوبي سیمه زابل ولایت کې د نږدې (۱۰۰،۰۰۰) امرکایي ډالرو په ارزښت د ابو یو بند جوړ شوی.
-
غزني ولایت کې (۵۴) نوي روغتیایي مراکز ایجاد شوي دي نور حال دلته لرو
Feb 01, 2023 09:32زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د غزني ولایت روغتیایي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې یې د تیر یوه نیم کال په موده کې (۵۴) نوي صحي مرکزونه جوړ کړي دي چې د یادو صحي مرکزونو لګښت د نړیوال روغتیا سازمان یاد (WHO) د ایمرجنسي څانګې د بودیجې له خوا ورکول شوی خو د کره لګښت په اړه یې څه نه دي ویل شوي .
-
افغانستان د فساد سره په مبارزې برخه کې د ۲۴ هېوادونو را مخکې شوی
Feb 01, 2023 09:04د روڼتیا نړیوال سازمان وايي، افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې له فساد سره په ښه توګه مبارزه کړې او د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې یې ۱۵۰ مقام خپل کړی چې د پخوا په پرتله د ۲۴ هېوادونو څخه را مخکی شوی دی.