ایران او افغانستان دفاعي او امنیتی چارې سره پرمخ پوځي
همدااوس د ایران اسلامی جمهوریت د افغانستان ترټولو لوي تجارتي شریک دی او په تیر یوه کال کې د تجارتي مبادلاتو اندازه په کال کې کابو یو نیم میلیارډ ډالرو ته رسیدلې ده.
زمونږخبریال راپور راکړ،د افغانستان ددفاع وزارت سرپرست مولوی محمد یعقوب مجاهد نن سهار په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت له مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي سره ددواړدو هیوادونو د ښو اړیکو دپیاوړتیا د لارو چارو او د خوښې وړ نورو موضوعګانو په باب سره د نظر تبادله وکړه.
داپه داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د ایران نوی سفیر او ددغه هیواد په چارو کې د اسلامی ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي هم په دغه هیواد کې د خپل کار د پیلیدا په وخت افغانستان ،د ایران یو سټراټژیک شریک بللی او وئيلي ئې دي ،دواړه هیوادونه د دوو اړخیزو اړیکو دسوئې د لوړتیا لپاره ډير ظرفیّتونه لري.
همدااوس د ایران اسلامی جمهوریت د افغانستان ترټولو لوي تجارتي شریک دی او په تیر یوه کال کې د تجارتي مبادلاتو اندازه په کال کې کابو یو نیم میلیارډ ډالرو ته رسیدلې ده.
په عین حال کې د ایران او افغانستان ډیرو مشترکاتو ته په پام سره،د اقتصادي مبادلاتو د اندازې دزیاتولو لپاره ډیر ظرفیّتونه شته دي.