نړۍ او درست ملتونه نور د امریکا په دروغجنو روایتونو نه غولېږي
پارستودي – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیکلي: نړۍ او درست ملتونه نور د امریکا په دروغجنو روایتونو نه غولېږي.
د پارستودي د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د ایران د خلکو د اقتصادي وضعیت په اړه د امریکا د حکومت د یوه ویندوی د څرګندونو او د دې ادعا په غبرګون کې چې امریکا به د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلې د راتلونکې غونډې پر مهال به د هغو ایرانيو استازو مخه ونیسي چې له امریکايي پلورنځیو څخه پېرودنه کوي، په ایکس ټولنیزچینل کې ولیکل: د واشنګټن واکمنان لا هم ملتونه بېحافظې او له تحلیلي شعور څخه بېبرخې ګڼي؛ داسې انګېرل کېږي لکه نړۍ چې د Pluribus سریال په څېر وي او ټول باید له خپل فکر څخه کار وانخلي، د واشنګټن خولې ته به ځیر پاتې وي او د هغه روایت ،بې چون او چرا ومني.
له یوې خوا، د یوه ملت پر وړاندې بېرحمانه اقتصادي جنګ دی چې موخه ئې د هر یوه ایراني وګړي لپاره د ډیر درد او کړاو رامنځته کول دي؛ او له بلې خوا، په نیویارک کې له یوه عمدهفروشي پلورنځي څخه د ایرانيو چارواکو د فرضي پېرودنې د مخنیوي لپاره له شور او غوغا ډکې نندارې وړاندې کېږي!
د یوه ملت د «ژوند بایکاټ » لمانځي او د «پلورنځي د بایکاټ » په اړه اعلامیه خپروي.
دا پروپیګنډیزه طریقه دومره کم عقله او وخت ئې تیر شوی، چې اوس لا ښه درک کېدلی شي،د ایران د ملت پر وړاندې کوم ډول ساده ذهنیت د غیرقانوني جنګ پیلولو لامل شو او امریکا ئې هغې شرموونکې کندې ته ورټېل وهلې چې اوس پکې لمبوئې وهي