-
پاکستان ۱۲۰ افغان بندیان ازاد کړل
Feb 01, 2023 08:39د پاکستان د سیند ایالات له زندان څخه ۱۲۰ تنه افغان بندیان ازاد او افغانستان ته ولیږدول شول
-
ایران راتلوونکې میاشت په افغانستان کې سوداګریز مرکز پرانیزي
Feb 01, 2023 08:36د ایران هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي، د کابل او تهران اړیکو د پیاوړتیا په موخه راتلوونکې میاشت په افغانستان کې یو لوی سوداګریز مرکز پرانیزي.
-
د افغانستان د طالبانو د مشر په لیرې کولو غور روان دی
Feb 01, 2023 08:18زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان یوې رسنۍ د انجلیو په زده کړې باندې د بندیز په دلیل د افغانستان د طالبانو د حکومت د مشر په بدلولو باندې د غور کولو خبر ورکړ.
-
د ملګروملتونو استازي د افغانستان اړه خبرې وکړې
Feb 01, 2023 08:07فارس خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي میرمن رزا اوتونبایوا په کابل کښې د مرکزي اسیا د هیوادونو د ډیپلوماټیکو نمایندګیو له مشرانو سره کتنې وکړې.
-
طالبان: تېر یو کال کې نږدې ۱۶ سوه کسان وژل شوي
Feb 01, 2023 08:07په افغانستان کې طالب چارواکي وایي، تېر یو کال په دغه هېواد کې د ناموسي، مرمزوي، دښمنۍ او ځان وژنو له امله ۱۵۹۰ تنه وژل شوي چې په کې یواځې ۳۶۰ تنو ځآن وژنه کړې.
-
د افغانستان په ننګرهار کښې لسګونه ښوونځي ودانۍ نلري نور حال دلته واورئ
Feb 01, 2023 06:45زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په ننګرهار کې د پوهنې ریاست چارواکي وایي لاهم په دې ولایت کې لسګونه داسې ښوونځي شته چې ودانۍ نه لري.
-
په ننګرهارکې به د روږدو کسانود راټولولو سراسري کمپاین پېل شي
Jan 31, 2023 11:35په ننګرهارکې به د روږدو کسانود راټولولو سراسري کمپاین پېل شي نور تفصیل یې په دغه راپور کې
-
د افغانستان مرکزی بانک دافغانۍ دارزښت د ساتلو لپاره ۱۶میلیون ډالر بازار ته وړندې کوي
Feb 01, 2023 01:25په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسیدا پسې په مختلفو پلمو سره امریکا او ځینو اروپائي هیوادونو دافغانستان په ولس ډير سخت اقتصادي بندیزونه لګولي او د دغه هیواد په لسګونو میلیارډډالري شتمنۍ ئې کنګل او مصادره کړي دی چې دغې چارې د افغانانو ژوند لا ترینګلی کړی دی.
-
ډنمارک افغان زیانمنو مېرمنو ته د پناه ورکولو زمینه برابروي
Jan 31, 2023 13:02وروسته له هغې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لورې په میرمنو او نجونو د کار او زده کړو بندیزونه ولګیدل، تازه ډنمارک هېواد اعلان کړی چې له یادو برخو څخه زیانمنو میرمنو ته د پناه ورکولو او قانوني کډوالۍ زمینه برابروي.
-
افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله د ۳۱۱ تنو د مړه کېدو خبر ورکړل شو
Jan 31, 2023 13:00یوې افغاني رسنۍ د طالبانو له سیمه ییزو چارواکو او ولسي سرچینو معلومات را ټول کړي چې له مخې په تېرو اتلس ورځو کې افغانستان کې د طبعي پېښو له امله ۳۱۱ تنه مړه شوي، خو د طالبانو حکومت چارواکو بیا د مړو شمېر ۱۶۸ تنه ښودلی.