-
بلخ ولایت کې د چت پرېوتو پېښه کې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
Jan 31, 2023 12:52د افغانستان بلخ ولایت په چهار کنټ ولسوالۍ کې د یوه کور چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.
-
په افغانستان کې تر ټولو ستره نظامي اډه په اقتصادي زون بدلیږي
Jan 31, 2023 12:52په افغانستان کې د امریکا د شل کلن نظامي حضور پر مهال تر ټولو ستره نظامي اډه باګرام د طالبانو د حکومت له لورې په ستر اقتصادي زون بدلیږي.
-
افغانستان کې برښنايي پېژندپاڼو کې د «ولسوالۍ نوم او د اعتبار نېټه» اضافه شوه
Jan 31, 2023 12:52په افغانستان کې د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن سهشنبه د سلواغې یوولسمه پر خپلې ټوېټرپاڼه لیکلي چې د برښنايي پېژندپاڼو د لا اعتبار په موخه یې د برښنايي پېژندپاڼې د کارټ پر مخ د ولسوالۍ نوم او د اعتبار نېټه اضافه کړې ده.
-
خلک: افغانستان کې یو پاسپورټ په درې زره ډالره جوړیږي
Jan 31, 2023 13:05په افغانستان کې سیمه ایزو رسنیو د خلکو له خولې لیکلي چې په تور بازار کې یو پاسپورټ په ۳ زره امریکایي ډالره جوړیږي، خو د طالبانو حکومت چارواکو بیا یاد پاسپورټونه جعلي بللي.
-
طالبان: هغه ښځینه روغتیایي کارکوونکو سره به قانوني چلند وکړي کوم چې حجاب رعایت نکړي
Jan 31, 2023 13:00په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامي روغتیا وزارت چارواکو خپلو ښځینه کارکوونکو ته رسمي امر کړی چې د دندې پر مهال ماسک کارولو او حجاب رعایت کولو ته ځآنګړې پاملرنه وکړي.
-
قزاقستان کښې د افغانستان د ښځو په هکله کانفرنس وشو
Jan 31, 2023 01:27فارس خبري اژانس راپور راکړی په هغه ګردي میز کښې چې د قزاقستان په کوربه توب په الماتې ښار کښې ترسره شو په افغانستان کښې د ښځو لپاره د کارونو د رامینځته کولو لپاره بحث او غور وشو.
-
د طالبانو حکومت د ټولو مالیه ورکوونکو اضافي مالیاتي جریمې بخښلې
Jan 30, 2023 10:12د افغانستان ا.ا سرپرست حکومت د مالیې وزارت اعلان وکړ چې د طالبانو د مشر هیبت الله اخندزاده له لورې پر ټولو مالیه ورکوونکو اضافي مالیاتي جریمې معاف شوې.
-
د افغانستان لپاره د امریکا ځآنګړی استازی پاکستان، جرمني او سویزرلینډ ته سفر کوي
Jan 30, 2023 09:45د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ د افغانستان په هکله د شریکانو سره د سلا مشورو لپاره پاکستان، جرمني او سویزرلینډ ته سفر کوي.
-
ملګرې ملتونه وایي، طالبان دې ښځو ته د کار اجازه ورکړي، نړۍ به ټولو افغانانو سره مرستې وکړي
Jan 30, 2023 09:40د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد وایي، کورنۍ او نړیوالې غیردولتي مرستندویه موسسې ژمنتیا لري چې ټولو افغانانو ته مرستې ورسوي، خو طالبان باید میرمنو ته د کار اجازه ورکړي.
-
کونړ کې د چت پرېوتو پېښه کې ۳ نجونې مړې شوي
Jan 30, 2023 09:29د افغانستان کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سختو اورښتونو له امله د یو کور چت پرېوتو پېښه کې درې وړې نجونې مړې شوي، د ماشومانو او میرمنو په ګډون ۶ نور ټپیان شوي.