په افغانستان کې تر ټولو ستره نظامي اډه په اقتصادي زون بدلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127138-په_افغانستان_کې_تر_ټولو_ستره_نظامي_اډه_په_اقتصادي_زون_بدلیږي
په افغانستان کې د امریکا د شل کلن نظامي حضور پر مهال تر ټولو ستره نظامي اډه باګرام د طالبانو د حکومت له لورې په ستر اقتصادي زون بدلیږي.
(last modified 2023-01-31T09:46:57+00:00 )
Jan 31, 2023 12:52 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې تر ټولو ستره نظامي اډه په اقتصادي زون بدلیږي

په افغانستان کې د امریکا د شل کلن نظامي حضور پر مهال تر ټولو ستره نظامي اډه باګرام د طالبانو د حکومت له لورې په ستر اقتصادي زون بدلیږي.

په افغانستان کې د امریکا د شل کلن نظامي حضور پر مهال تر ټولو ستره نظامي اډه باګرام د طالبانو د حکومت له لورې په ستر اقتصادي زون بدلیږي.

د ا.ا سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال لطیف نظري وایي، د بګرام اډې موقعیت، پراخوالی، له هوایي ډګر سره نږدې والی او په کې پراخه امکاناتو ته په کتو یې هڅې پیل کړي چې دا مرکز د نظامي پر ځای پر یو پراخه اقتصادي زون بدل کړي.

نوموړي زیاته کړه، په دې اړه یې لومړني مطالعات پيل کړي او هیله یې ښودلې چې ژر به یوې ښې پایلې ته ورسیږي.