قزاقستان کښې د افغانستان د ښځو په هکله کانفرنس وشو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127104-قزاقستان_کښې_د_افغانستان_د_ښځو_په_هکله_کانفرنس_وشو
فارس خبري اژانس راپور راکړی په هغه ګردي میز کښې چې د قزاقستان په کوربه توب په الماتې ښار کښې ترسره شو په افغانستان کښې د ښځو لپاره د کارونو د رامینځته کولو لپاره بحث او غور وشو.
(last modified 2023-01-30T21:04:52+00:00 )
Jan 31, 2023 01:27 Asia/Kabul
  • قزاقستان کښې د افغانستان د ښځو په هکله کانفرنس وشو

فارس خبري اژانس راپور راکړی په هغه ګردي میز کښې چې د قزاقستان په کوربه توب په الماتې ښار کښې ترسره شو په افغانستان کښې د ښځو لپاره د کارونو د رامینځته کولو لپاره بحث او غور وشو.

دغه ګردی میز د قزاقستان د پراختیا د نړیوال اژانس لخوا د ملګروملتونو د زده کړې د  علمي او د کلتوري موسسې یونیسکو ، د قزاقستان د  پوهنتون،  د جرمني او د ملګروملتونو د پراختیا د پروګرام په ملګرتیا سره د ښځو لپاره د کارونو د رامینځته کیدا په موضوع سره ترسره شو.

د دغه ګردي میز د ترسره کیدا هدف د تجارتي مسائیلو په زمینه کښې د تجربې د شریکولو او د مهارت د پیاوړي کولو له لارې د تجارت په زمینه کښې د افغانستان د ګډون کونکو د پوټینشل پراخول بلل شوی دی.

واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته دغه ډلې د افغانستان د ښځو لپاره د زده کړې او د کارونو د ترسره کولو په زمینه کښې یوشمیر محدودیتونه رامینځته کړي دي  او له شپږم ټولګي څخه د بره انجلیو لپاره یې په زده کړې بندیز لګولی او له زیاتو ژمنو سره سره یې تراوسه له شپږم ټولګي څخه بره د زده کړې کلاسونه نه دي پرانیستلي او څه موده مخکې یې په پوهنتونونو کښې د انجلیو په زده کړې هم بندیز ولګاوه.