طالبان: تېر یو کال کې نږدې ۱۶ سوه کسان وژل شوي
Feb 01, 2023 08:07 Asia/Kabul
په افغانستان کې طالب چارواکي وایي، تېر یو کال په دغه هېواد کې د ناموسي، مرمزوي، دښمنۍ او ځان وژنو له امله ۱۵۹۰ تنه وژل شوي چې په کې یواځې ۳۶۰ تنو ځآن وژنه کړې.
په افغانستان کې طالب چارواکي وایي، تېر یو کال په دغه هېواد کې د ناموسي، مرمزوي، دښمنۍ او ځان وژنو له امله ۱۵۹۰ تنه وژل شوي چې په کې یواځې ۳۶۰ تنو ځآن وژنه کړې.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسم الله حبیب ویلي، چې په یاده موده کې د وژنو د پېښو په قضیو کې ۱۸ سوه تنه مجرمین هم نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې یواځې په تېره یوه میاشت کې د طبعي پېښو له امله هم په یاد هېواد کې له درې سوو تنو زیات کسان مړه شوي.
ټیګونه