-
طالبانو د څه باندې دوو زرو افغان کډوالو د ورستنیدا خبر ورکړ
Aug 06, 2026 13:35زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې ۴۶۰ کورنۍ چې ۲ زره او ۲۹۲ کسان پکې شامل دي، پرون افغانستان ته ورستنې شوې دي.
-
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ترهګرۍ پناهځای وباله
Aug 06, 2026 12:09زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر عاصم افتخار احمد ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په دغه هېواد کې ګڼې ترهګرې ډلې د ودې په حال کې دي.
-
کونړ کې زلزلهځپلو ته ۳۶ پاخه کورونه جوړ او ووېشل شول + غږیز را پور
Aug 05, 2026 14:33کونړ – په کونړ ولایت کې د تېر کال له خونړۍ زلزلې زیانمنو کورنیو ته ۳۶ پاخه کورونه او یو جومات جوړ او ووېشل شول.
-
کندوز کې د ۳ زره استوګنیزو کورونو ښارګوټی جوړېږي
Aug 05, 2026 14:30د پانګونې بینالوزارتي کمېټې د کندز په ابدان دښته کې پر ۳ زره جریبه ځمکه د یوه استوګنیز ښارګوټي د جوړولو طرحه د ارزونې ځانګړې کمېټې ته سپارلې.
-
په بدخشان کې ترافیکي پېښې دوه کسان وژلي
Aug 05, 2026 14:08د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار وايي، د فیضاباد ـ کشم پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي دي.
-
افغانستان کې له کډوالۍ راستانه شویو ته د ۶۵ زره څخه ډېرې ځمکې وېشل شوې
Aug 05, 2026 14:06د ښار جوړونې او مسکن وزارت وايي، په ټول هېواد کې راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د وېشل شویو استوګنیزو ځمکو شمېر ۶۵ زره او ۱۵۴ نومرو ته رسېدلی دی.
-
په ننګرهار کې یو کس خپل پلار وژلی
Aug 05, 2026 14:03د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په لوکرخېلو سیمه کې یو کس له لفظي شخړې وروسته خپل پلار د تومانچې په ډزو وژلی دی.
-
ملګري ملتونه: طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ د سپارلو موضوع نه سپړل کیږي
Aug 05, 2026 13:52پارس تودی-د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند ویلي، تر اوسه د دې سازمان د غړو هېوادونو له لوري طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ د سپارلو لپاره هېڅ اقدام یا هڅه نه ده شوې. نوموړي ټینګار کړی چې د حکومتونو په رسمیت پېژندل د غړو هېوادونو صلاحیت دی او ملګري ملتونه په دې اړه د پرېکړې واک نه لري.
-
په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د کرنې او مالدارۍ نړیوال نندارتون جوړیږي+راپور
Aug 05, 2026 13:32پارس تودی-ټاکل شوې چې د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون د روان کال د زمري میاشتې له شلمې نېټې څخه په کابل کې د شپږو ورځو لپاره جوړ شي.
-
د ايران له لوري د هرات–مزارشریف رېل پټلۍ له پروژې څخه د افغانانو هرکلی+راپور
Aug 05, 2026 13:23پارس تودی-د ایران د جمهور رئيس د مرستيال محمد عارف له لوري د هرات–مزارشریف د رېل پټلۍ د جوړېدو په اړه د پانګونې سند له تصویب وروسته، افغان چارواکي او اقتصادي کارپوهان وایي چې دا پروژه به د افغانستان د ترانزیټ، سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره مهمه اغېزه ولري.