-
په ننګرهار کې یو کس خپل پلار وژلی
Aug 05, 2026 14:03د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په لوکرخېلو سیمه کې یو کس له لفظي شخړې وروسته خپل پلار د تومانچې په ډزو وژلی دی.
-
ملګري ملتونه: طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ د سپارلو موضوع نه سپړل کیږي
Aug 05, 2026 13:52پارس تودی-د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند ویلي، تر اوسه د دې سازمان د غړو هېوادونو له لوري طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ د سپارلو لپاره هېڅ اقدام یا هڅه نه ده شوې. نوموړي ټینګار کړی چې د حکومتونو په رسمیت پېژندل د غړو هېوادونو صلاحیت دی او ملګري ملتونه په دې اړه د پرېکړې واک نه لري.
-
په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د کرنې او مالدارۍ نړیوال نندارتون جوړیږي+راپور
Aug 05, 2026 13:32پارس تودی-ټاکل شوې چې د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون د روان کال د زمري میاشتې له شلمې نېټې څخه په کابل کې د شپږو ورځو لپاره جوړ شي.
-
د ايران له لوري د هرات–مزارشریف رېل پټلۍ له پروژې څخه د افغانانو هرکلی+راپور
Aug 05, 2026 13:23پارس تودی-د ایران د جمهور رئيس د مرستيال محمد عارف له لوري د هرات–مزارشریف د رېل پټلۍ د جوړېدو په اړه د پانګونې سند له تصویب وروسته، افغان چارواکي او اقتصادي کارپوهان وایي چې دا پروژه به د افغانستان د ترانزیټ، سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره مهمه اغېزه ولري.
-
په افغانستان کې له ۶۵ زرو ډېرو راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې
Aug 05, 2026 13:03پارس تودی- د افغانستان کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، په تازه پړاو کې ۱۱۶۳ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته په ننګرهار، پکتیکا، نیمروز، فاریاب او بامیانو ولایتونو کې د استوګنې نمرې ووېشل شوې.
-
د افغانستان په بامیان ولایت کې د حسینی اربعین ولولناکې دستورې ترسره شوې
Aug 05, 2026 06:15پارس ټوډې- د بامیان ولایت اوسېدونکو د دغه ولایت په ټولو جوماتونو او امامباړو کې د مجلس، ماتم او د امام حسین (ع) د فضیلتونو په بیانولو سره د حسيني اربعین درناوی وکړ. د بامیان ښار د سرآسیاب سیمې د فاطمه جومات په مراسمو کې لمونځ کوونکو د علماوو ویناوې واورېدې او د نذر او خیرات په وېشلو سره ئې له سیدالشهدا حضرت امام حسین (ع) سره خپله مینه او عقیدت څرګند کړ.
-
په افغانستان کې د امام حسین(ع) د اربعین ولولناکې دستورې ترسره شوې
Aug 04, 2026 15:13د مراسمو ویناوالو د عاشورا د غورځنګ پر تلپاتې پیغامونو په ټینګار سره وویل، د حضرت امام حسین(ع) قیام د عدالتغوښتنې، آزادۍ، د ظلم پر وړاندې د مبارزې او د دیني او انساني ارزښتونو د بیا راژوندي کولو ستر سمبول دی.
-
زابل کې د مسافر وړونکي بس چپه کېدو ۱۶ کسان ټپیان کړل
Aug 04, 2026 06:17د زابل ولایت مرکز قلات اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه لار د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.
-
ذبیحالله مجاهد په کابل کې د ایران د مرستیال سفیر له وروستیو څرګندونو هرکلی وکړ( مرکه)
Aug 04, 2026 04:41د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي له وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې اسلامي امارت هم د ایران خپلواکۍ او کورنیو چارو ته درناوی لري.
-
اقتصادي مرستیال: د نورستان د سېلابځپلو ستونزو ته رسېدنه کېږي + ویډیو کلیپ
Aug 03, 2026 15:35د سرپرست حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د نورستان ولایت د سفر پر مهال د وروستیو سېلابونو له زیانمنو شویو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د پارون ولسوالۍ د خلکو ستونزو او اړتیاوو ته به بشپړه پاملرنه وشي.